لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: صدر ټرمپ د جورجیا ریاست د چارواکو غوښتلي چې په صدارتي انتخاب کې د هغه ماتی دې په ګټه بدل کړي


د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د خالي، شنبې، په ورځ د جورجیا د انتخاباتو مشر او د واک من ريپبلېکن پارټۍ غړي برېډ رېفنزپرجر سره خبرو کې صدر ټرمپ وویل دوی باید ۱۱۷۸۰ رای پېدا کړي چې دا ډول د ریاست د صدارتي انتخاب په نتېجه کې د جوبایډن پرځای هغه بریالی وټاکل شي

د امریکې په جورجیا ریاست کې د انتخاباتو مامورینو سره په ټېلې فون په غېر معمولي خبرو کې صدر ډانلډ ټرمپ د هغوی نه غوښتلي چې په دومره تعداد کې دې ووټونه پېدا کړي چې په صدارتي انتخاب کې جوبایډن ته د هغه ماتی په ګټه بدل شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د خالي، شنبې، په ورځ د جورجیا د انتخاباتو مشر او د واک من ريپبلېکن پارټۍ غړي برېډ رېفنزپرجر سره خبرو کې صدر ټرمپ وویل دوی باید ۱۱۷۸۰ رای پېدا کړي چې دا ډول د ریاست د صدارتي انتخاب په نتېجه کې د جوبایډن پرځای هغه بریالی وټاکل شي. صدر ټرمپ وویل په جورجیا کې صدارتي ووټونه هغه ګټلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي برېډ رېفنزپرجر سره د صدر ټرمپ د خبرو رکارډنګ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شایع کړو.

د وي او ای رپورټ وايي د ریاستي مامورینو سره خبرو کې صدر ټرمپ د جورجیا د ووټونو درې وارې شمېرې رد کړې د هغه په مقابل کې د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جوبایډن بریالی څرګندوي. د کال ۱۹۹۲ دراهسې دا لومړی ځل دی چې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدار په جورجیا کې کامیاب بلل شوی دی.

صدر ټرمپ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل هغه د برېډ رېفنزپرجر سره په فلټن کاونټۍ کې په ووټونو کې د درغلۍ په اړه خبرې وکړې خو هغه یا نه غوښتل او یا د دې جوګه نه وو چې د ووټونو په اړه د یو شمېر پوښتنو ځوابونه یې وېلی وی.

رېفنزپرجر څو ګنې وروسته صدر ټرمپ په مخاطب کوولو وویل چې ډیر په ادب صدر ټرمپ ته چې څه وی حقیقت نه دی، حقیقت به څرګند شي.

د نومبر د میاشت په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې جوبایډن د الېکټورل کالج د جورجیا ریاست ټول ۱۶ استازي ګټلي دي. الیکټورل کالج یا د ریاستونو استازي په غیر مستقیم ډول صدر د غور کوولو دپاره رای وکوي. جوبایډن ۳۰۶د الیکټورل کالج ۳۰۶ او صدر ټرمپ ۲۳۲رای ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوي ده چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د کانګرس په مشترکه غونډه کې د صدراتي انتخاب نتېجه به په حتمي توګه منظوره کړی شي خو د صدر ټرمپ د واک من ريپلېکن ګوند یو شمېر غړو اعلان کړی چې د جوبایډن په حق کې د الیکټورل کالج د رایو مخالفت به کوي.

د وي او ای رپورټ وايي صدر ټرمپ د په کانګرس کې د دغه احتجاج حوصله افزايي کوي خو د ريپبلېکن غړو دغه کوښښ به په متوقع توګه د ناکامۍ سره مخامخ کیږي. د کانګرس د نمایندګانو په ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې ډېموکرېټس اکثریت لري او د رېپبلېکن پارټۍ د سېنټ ځینو اهم غړو ویلي دوی به د الیکټورل کالج په رایو د اعتراض حمایت نه کوي

په صدارتي انتخاب کې بریالی بلل شوی جوبایډن به د نوي صدر او کمېلا هېرېس به د نایب صدرې په توګه د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي.

د وي او ای رپورټ وايي که صدر ټرمپ د جورجیا ریاست د انتخاباتو نتېجې په بدلوولو کې کامیاب هم شي خو بیا به هم د جوبایډن د ووټونو اکثریت کم نشي او د ۲۷۰ ووټونو نه زیاتې رای به لري. په صدارتي انتخاب کې یو امیدوار کامیابۍ دپاره ۲۷۰ ووټونه ته اړتیا لري چې بایډن ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG