لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په یو شمېر ریاستونو کې د صدر د انتخاب دپاره د ورکړل شویو ووټونو شمېره شروع شوي


جو بایډن او صدر ډانلډ ټرمپ
جو بایډن او صدر ډانلډ ټرمپ

د اېټلانټک سمندرد ساحل سره نژدې د امریکې په یو شمېر خیتځو ریاستونو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د صدر د انتخاب دپاره د ورکړی شویو ووټونو یا رایو شمېر شروع شوی دی خو په ځینو مغربي ریاستونو کې لا ووټونه سر ته نه دي رسېدلي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې ترمخه، په لومړیو غیر رسمي نتېجو کې د ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په کېنټکي، اېڼدیانا او اوکلاهوما ریاست کې کامیاب شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په صدارتي انتخاب کې د صدر ټرمپ مخالف د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جو بایډڼ په ورمانټ، ډېلاویر، مېرې لېنډ او مېساچوسټس ریاستو کې بریا ترلاسه کړي دي.

ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی.

په داسې حال کې چې په یو شمېر ریاستونو کې د ووټونه شمېره شروع شوي ده، د وي او ای رپورټ وايي په راتلونکو ګنټو کې به د فلورېډا، پېنسلوېنیا او نارت کېرولاینه ریاستونو نتیجو ته پام کولی شي. څېړونکي وايي دغه درې ریاستونه د صدر ټرمپ دپاره ډیر اهمیت لري.

په دغو دریو ریاستونو کې د جوبایډن بریا به وایټ هاوس ته د هغه د تګ امکان زیات کړي.

د صدر ترڅنګ د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس د یو شمېر غړو او د یو شمېر ریاستونو د ګورنرانو انتخاب دپاره هم خلکو ووټونه ورکړل.

قریباً سل میلینه کسانو د انتخاباتو د ورځ نه مخکې پیشګي ووټونه استعمال کړي دي، چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو لویه شمېر بلل شوي ده.

د خپلو رایو دلارې به امریکایان د فېصله کوي چې د آینده څلورو کلونو دپاره دې صدر ټرمپ په خپل ځای پاتې شي او که جو بایډن دې د هغه جانشین منتخب شي.

صدر ډانالډ ټرمپ او د ډېموکرېټ ګوند امیدوار جو بایډن په انتخابي مهمونو کې په یو بل سخت ټکونه کړي دي.

اټکل کیږي چې دا ځل به په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو ووټرانو ټولټال شمېر کیدای شي ۱۵۰ میلینه یا تر دې زیات ته شي، چې د امریکا په تېرو سلو کلونو کې دومره کسانو په یو ځل انتخاباتو کې رایه نده ورکړې.

د دې ځل انتخاباتو بله مسئله دا ده چې ګومان نه کیږي د تېرو کلونو په شان، د همدې نن ورځې په ماسخوتن د انتخاباتو ټول نتایج معلوم شي، ځکه پیشګي ووټونه ډېر استعمال شوي او هر ریاست/ایالت، د ووټونو د قبلولو او شمارلو دپاره ځان له قوانین لري. په ځینو ایالتونو کې د ډاګ د لارې یوازې هغه لیږل شوي ووټونه د قبلېدو وړ دي کوم چې د نهې/سې شنبې تر ماښامه د انتخاباتو ادارې ته ورسیږي، خو په ځینو نورو ایالتونو کې تر آینده ورځو پورې هم چې ووټونه ورورسیږي، دوی یې مني.

له دې مخې، ممکن څو ورځې وخت تېر شي چې د امریکا د صدارتي انتخاباتو ګټونکی معلوم شي.

XS
SM
MD
LG