لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په یو شمېر ریاستونو کې د صدر د انتخاب دپاره ووټونه سر ته ورسېدل


د خپلو رایو دلارې به امریکایان د فېصله کوي چې د آینده څلورو کلونو دپاره دې صدر ټرمپ په خپل ځای پاتې شي او که جو بایډن دې د هغه جانشین منتخب شي
د خپلو رایو دلارې به امریکایان د فېصله کوي چې د آینده څلورو کلونو دپاره دې صدر ټرمپ په خپل ځای پاتې شي او که جو بایډن دې د هغه جانشین منتخب شي

د هېواد د صدر انتخاب دپاره مېلینونو امریکایانو د نهې، سه شنبې، په ورځ ووټونه یا خپلې رای وکړې.

د ووټونو عمل سهر اووه بجې شروع شوی و او په ګڼ شمېر ریاستونو کې د ماښام اووه بجې سر ته ورسول شو خو د ملک د مغربي ساحل په ځینو ریاستونو کې لا د ووټونو مرکزونه خلاص وو.

په صداراتي انتخاب کې د واکمن ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن امیدواران دي. ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی.

د صدر ترڅنګ د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس د یو شمېر غړو او د یو شمېر ریاستونو د ګورنرانو انتخاب دپاره هم خلکو ووټونه ورکړل.

قریباً سل میلینه کسانو د انتخاباتو د ورځ نه مخکې پیشګي ووټونه استعمال کړي دي، چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو لویه شمېر بلل شوي ده.

د خپلو رایو دلارې به امریکایان د فېصله کوي چې د آینده څلورو کلونو دپاره دې صدر ټرمپ په خپل ځای پاتې شي او که جو بایډن دې د هغه جانشین منتخب شي.

صدر ډانالډ ټرمپ او د ډېموکرېټ ګوند امیدوار جو بایډن په انتخابي مهمونو کې په یو بل سخت ټکونه کړي دي.

اټکل کیږي چې دا ځل به په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو ووټرانو ټولټال شمېر کیدای شي ۱۵۰ میلینه یا تر دې زیات ته شي، چې د امریکا په تېرو سلو کلونو کې دومره کسانو په یو ځل انتخاباتو کې رایه نده ورکړې.

د دې ځل انتخاباتو بله مسئله دا ده چې ګومان نه کیږي د تېرو کلونو په شان، د همدې نن ورځې په ماسخوتن د انتخاباتو ټول نتایج معلوم شي، ځکه پیشګي ووټونه ډېر استعمال شوي او هر ریاست/ایالت، د ووټونو د قبلولو او شمارلو دپاره ځان له قوانین لري. په ځینو ایالتونو کې د ډاګ د لارې یوازې هغه لیږل شوي ووټونه د قبلېدو وړ دي کوم چې د نهې/سې شنبې تر ماښامه د انتخاباتو ادارې ته ورسیږي، خو په ځینو نورو ایالتونو کې تر آینده ورځو پورې هم چې ووټونه ورورسیږي، دوی یې مني.

له دې مخې، ممکن څو ورځې وخت تېر شي چې د امریکا د صدارتي انتخاباتو ګټونکی معلوم شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG