د امریکې صدارتي انتخاباتو دپاره د واک من ریپلېکن او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټیو غونډې او انتخابي جلسې شروع شوي دي.
د نومبر په میاشت کې کېدونکو انتخاباتو کې د ریپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی چې د ډېموکرېټک پارټۍ ممکنه صدارتي امیداوار جو بایډن سره به مقابله کوي.
خپل صدارتي امیدوار په رسمي ډول د منتخب کوولو دپاره د ډېموکرېټک پارټۍ غونډه یا کنوېنشن په ورچوول بڼه یا د انټرنېټ دلارې شروع شوی دی.
د دېموکرېټک پارټۍ غونډې ته خپله وېنا کې د پخواني صدر براک اوباما مېرمن مېشېل اوباما د ګل، دوشنبې، په شپه وویل جو بایډن یو قابل رهنما دی چې د ولس د احساساتو نه خبر دی. په صدر ټرمپ د تنقید په مهال مېشېل اوباما وویل وکړو ډانلډ ټرمپ د نورو خلکو احساسات او د تجربو نه ناخبره دی.
په کومه ورځ چې ډېموکریټک پارټۍ خپل کنوېنشن یا غونډه شروع کړه، صدر ډانلډ ټرمپ په منېسوټا او وېسکانسن ریاستونو کې په هوايي اډو کې د خپلویانو جلسو ته وېنا ګانې وکړې او د ډېموکرېټک پارټۍ خپل حریف جو بایډن یې د فاشسټانو په لاسونو کې ګډاګي په نامه یاد کړو.
صدر ټرمپ وویل که د نومبر په انتخاباتو کې د هغه حریف بریا ترلاسه کړه نو معنا به وي چې د امریکې سرحدونه به خلاص وي ا، اقتصاد به تباه وي.
صدر ټرمپ په منېسوټا کې د پلویانو غوندې ته وویل د جو بایډن په امریکا کې به امریکایان هغه تحفظ دلاسه ورکړي چې د شهریانو په ډول یې دوی لري او د امریکې ټولنه به د یوې اجتماع په رحم او کرم وي.
په وېسکانسن ریاست کې وروسته یوې بلې غونډې ته صدر ټرمپ وویل د جوبایډن د انتظام لاندې چلېدونکې امریکا کې به هیڅ څوک هم محفوظ نوي او د هغه په وېنا دا ځکه چې د جوبایډن سره د نایب صدارت امیدواره سېنټره کماله هېرېس د جرم طرفداره او د پولیس مخالفه ده.
د ډېموکرېټک پارټۍ په کنوېنشن کې مېشېل اوباما د ډاڼلډ ټرمپ په صدارت سخت ټکونه وکړل او ویې وېل صدر ټرمپ نه یوازې د ملک اقتصادي مشکلاتو تو او د کرونا وایرس وبا ته په سمه توګه ځواب وېلو کې ناکامه شوی بلکې د پخواني حکومتونو په مهال قایم شویو نړیوالو اتحادونو څخه یې امریکا بهر کړې ده.
د وړاندې څخه ریکارډ شوي تقریر کې مېشېل اوباما وویل ډانلډ ټرمپ د دې ملک دپاره غلط صدر دی او د موجوده حالاتو سموولو اهلیت نلري.
د مېشېل اوباما د تقریر په اړه صدر ټرمپ په منېسوټا کې پلویانو ته وویل کله چې څوک ریکارډ شوی تقریر اوري نو داسې څرګندیږي چې پکې څه د دلچسپۍ وړ خبره نوي.
د کرونا وایرس له امله ډېموکرېټک پارټي د انټرنېټ دلارې کوي او ګډون وال پکې ریکارډ شوي او په ژوندۍ بڼه وېنا ګانې کوي.
د ریپبلېکن پارټۍ کنوېنشن اینده هفته کېدونکی دی او ډانلډ ټرمپ به ورته د وایټ هاوس نه خپل تقریر کې صدارت دپاره خپل ځان د امیدوار په توګه وړاندې کوي.
امید دی چې ډیموکرېټک پارټي به په خپل کنوېنشن کې جو بایډن په رسمي توګه خپل صدارتي امیدوار اعلان کړي.
جوبایډن د پخواني صدر براک اوباما د صدارت په ددو اته کلنیو دورو کې نایب صدر و. هغه د ځان سره نایب صدارت دپاره سېنټره کامله هېرېس نامز د کړې ده.
د ډېموکرېټک پارټۍ کنوېنشن به د نهې، سه شنبېو په ورځ هم دوام لري او د وي اوای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي پخوانی صدر بل کلنټن، د هغه مېرمن او د صدارت پخوانۍ امیدواره هېلري کلنټن، پخوانی خارجه وزیر جان کېري او په سېنټ کې د ډېموکرېټک غړو مشر چک شومر په تقریرونه کوي.
د شورو، چهارشنبې، په شپه به کامله هېرېس د ډېموکرېټک پارټۍ کنوېنشن کوربتوب کوي او پخوانی صدر براک اوباما، هېلري کلنټن او په هاوس اف رېپرېزېڼټېټیوز سپېکره نېنسي پلوسي به تقریرونه کوي.
ټاکل شوي ده چې جوبایډن به د زیارت، پنجشنبې، په شپه په رسمي ډول صدرات دپاره د ډېموکرېټک پارټۍ امیدواري ومني خپل کورني ریاست ډېلاویر کې به د مرستیالانو او مشاورینو یوې وړې غونډې ته وېنا وکړي .
صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه نایب مایک پېنس به دا هفته د یوشمېر ریاستونو سفرونه کوي، جلسو ته به وېنا کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به پېنلسوېنیا ریاست ته رسیږي.