لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورونا وبا پرضد مبارزه د جو بایډن ټیم په لومړیتوب کې ده


صدر ټرمپ او جوبایډن
صدر ټرمپ او جوبایډن

د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند منتخب یا اټکل شوی ګټونکی کاندید جو بایډن د کورونا واېرس د کنټرولو لپاره خپل دیارلس کسیزه کاري ډله اعلان کړه.

کارپوهان وايي جو بایډن به د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره نوي سټراټیژي باندې کار کوي.

ټوماس فریډین چې د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره د امریکا مرکزونو پخوانۍ مشر دی وايي چې دا مبارزه امکان لري ډیره منظمه، روښانه او د ساینس په بنیاد وي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو پر اساس د نږدې ۲۴۰۰۰۰ تلفاتو سره امریکا د نړۍ اووم هیواد دی چې د مړینې ترټولو زیاتې شمیرې لري.

پداسې حال کې چې د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډېری څرګندونې د کارپوهانو او له نظرونو سره په ټکر کې وې.

جو بایډن ویلي چې کاري ډله به یې د ساینس پوهانو او د روغتیايي کارپوهانو نظر او مشورو ته غوږ ایږدي.

ډیری کاپوهان ولسمشر ټرمپ د کورونا وایرس د نه کابو کولو په سر تورنوي او وايي چې په سپینه ماڼۍ کې یې د داسې پروګرامونو کوربتوب کړی به کوم کې چې کورونا وایرس لا خپور شوی.

خو ټرمپ په ټینګار سره وايي چې که څه هم په ټول هیواد کې قضیې په ډراماټیک ډول زیاتې شوي خو امریکایان د بیرته رغېدو او مبارزې په حال کې دي.

تیره میاشت په فلوریډا ایالت کې د انتخابي کمپاین پر مهال ټرمپ وویل، "زما د مشرتابه لاندې، مونږ د کورونا وایرس پر ضد خوندي واکسین تیاروو کوو اوکه تاسو وګورئ نو هیڅ هیواد هغه لاره نه ده موندلې چې مونږ پرې روان یوو. "

د کورونا وبا د کابو کولو لپاره به دیارلس کسیزه کاري ډله د امریکا نوي ولسمشر او حکومت ته د کورونا وېروس پر ضد د مبارزې په برخه کې سلا مشورې ورکوي او د دغې کنټرولو پر پلانونو به یې کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG