لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په امریکا کې سږ کال ۱۱۷ صحافیان مظاهرو د خبرونو ورکوولو په مهال نیول شوي


د رپورټ اېدیټرې کرېسټن مېک کډن وویل سږ کال د معمول نه زیات مظاهرې شوي دي. "خبریالانو دپاره احتجاجونه په غېر معمولي توګه خطرناک ځای وي."
د رپورټ اېدیټرې کرېسټن مېک کډن وویل سږ کال د معمول نه زیات مظاهرې شوي دي. "خبریالانو دپاره احتجاجونه په غېر معمولي توګه خطرناک ځای وي."

په امریکا کې سږ کال د احتجاجونو خبرونه ورکولو په مهال ۱۱۷ خبریالان، فوګرافران او د خبرونو عملې د څه وخت دپاره اېسارې کړی شوي او یا ګرفتار کړی شوي دي.

د یو اېس پرېس فریډم ټرېکر رپورټ وايي دغه شمېرې د ډسمبر د ۱۰ نېټې پورې ریکارډ شوي او د امریکې په ۴۰ ښارونو کې د مظاهرو د خبرنګارۍ په مهال د خبریالانو د ګرفتارۍ او د اېسارېدو غېرمعمولي څرګندوي.

یو اېس پرېس فریډم ټرېکر د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره د دوو کارکوونکو ادارو مشترکه منصوبه وه.

یواېس پرېس فریډم ټرېکر وویل سږ کال د صحافیانو ګرفتارۍ په تېرو دریو کلونو کې د شویو ګرفتاریو د مجموعي تعداد نه دوچنده زیاتې دي او په موجوده وخت کې د نورو پېښو په اړه تحقیقات لا دوام لري.

د رپورټ اېدیټرې کرېسټن مېک کډن وویل سږ کال د معمول نه زیات مظاهرې شوي دي. "خبریالانو دپاره احتجاجونه په غېر معمولي توګه خطرناک ځای وي."

په کال ۲۰۱۹ کې ټرېکر د نهه خبریالانو د اېساریدو پېښې وموندلې. د سږ کال د ډسمبر د میاشت پورې د ټرېکر څېړونکو د ۱۰۰۰ داسې پېښو په اړه معلومات راغوڼدول چې پکې په خبریالانو حملې شوي، په سرحد ایسار کړی شوي او یا ورته د مامورینو په وړاندې د حاضرېدو امر شوی وي. تېر کال د دغه ډول کېسونو تعداد ۱۵۲ و.

د شهري حقونو تنظیم امریکن سول لېبرټیز یونین وېرا ایډل مېن وايي خبریالان د عام ولس دپاره د سترګو او غوږنو په څېر کار کوي او په داسې حال کې چې خلک د کرونا وایرس له امله د واقعاتو ځایونو ته خپله نشي ورتللی خبریالان د خپلو کېمرو او ټېلې فونونو په زریعه د حالاتو حال وړاندې کوي.

د پولیس مشرانو اتحاد انټرنېشنل اېسوسي اېشن اف چیفس اف پولیس په خپل یو بیان کې وویل ژمن دي چې د ټولنې تحفظ وکړي. ايي ای سي پي د دریځ معلوموولو دپاره د وي او ای ایمېلونو ته ځواب وه نه وېلو.

مېک کډن وویل د پولیس او خبریالانو ترمنځ د بهتر روابطو ضرورت دی. هغې وویل د مظاهرو په مهال په ځینو ښارونو کې کرفیو یا ګرځبندیز پرځای کړی شوی و او که څه هم خبریالانو ته استثنا ترلاسه وه خو بیا هم په ځینو موقعو په خبریالانو د کرفیو د خلاف ورزۍ الزامات لګول شوي وو او نیول شوي وو او ځینې خبریالان په داسې حالاتو کې ګېر شوي وو چې پولیس د احتجاج کوونکو ګرفتارۍ کولې.

د امریکن سول لېبرټیز یونین وېرا ایډل مېن وايي په ځېنو کړکېچنو حالاتو کې د قانون نافظ کوونکو مامورینو دپاره ممکنه نه وي چې په تاوده کې د مظاهره چیانو او په خبریالانو کې فرق وکړی شي.

ټرېکر ته د امریکې په مختلفو ښارونو کې ځینو خبریالانو د نیول کېدو خپل حالات بیان کړي او وايي سره د دې چې دوی خپل شناخت د خبریالانو په توګه کوولو خو بیا هم وهل ټکول شوي او نیول شوي وو. ګڼ شمېر خبریالانو په ضد لګول شوي الزامات ختم کړی شوي دي خو لږ تر لږه ۱۶ صحافیان د مقدمو سره مخامخ دي چې پکې ازاد خبریالان یا فري لانسرز دي چې په یو وخت د بېلا بېلاو ادارو دپاره کار کوي خو د یوې ادارې مستقل کارکوونکی نه وي او هم د دې په سبب د ادارې قانوني ملاتړ نه هم محرومه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG