لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 امریکايي پوځي مامورین د احتجاجونو خلاف د پوځ د استعمالو د صدر ټرمپ تجویز ردوي 


صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو وارې بیا د احتجاجونو په اړه د سخت دریځ خپلولو غوښته وکړه او په ټوېټر يې په لیو ټکو کې ولیکل "لا اېنډ ارډر" یعنې قانون او نظم

موجوده او پخواني پوځي چارواکو په امریکا کې د روانو احتجاجونو خلاف د پوخ د پرځای کولو د صدر ډانلډ ټرمپ د وړاندیز مخالفت کړی او د پولیس په ولکه کې د تور پوستکي امریکايي د مرګ خلاف د امریکې په مختلفو ښارونو کې د کرفیو باوجود په نهمه ورځ هم مظاهرې وشوي خو رپورټونه وايي زیاتره مظاهرې پرامنه وې او د احتجاج کوونکو قهر څه لږ کم لیدل کېدو.

د امریکې د منېسوټا ریاست په منیاپلس ښار کې ۶۷ کلن جورج فلویډ په داسې حال کې مړشوی چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولې چې ساه نشي اخیستلی. جورج فلویډ پولیس په دې الزام نیولی و چې په جعلي چېک یې د پېسو اخیستلو کوښښ کولو. څلور پولیس افسران د فلویډ د مرګ په لړ کې ګرفتار کړی شوي دي او پرې د غیرارادي قتل او په داسې ډول قتل کې د مرستې قانونې مادې لګول شوي. دغه مادې ۴۰ کاله د قید سزا لري.

د جورج فلویډ د مرګ وروسته د امریکې سرښار واشنګتڼ په شمول یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار‌ او موټرو او ودانیو ته د اورونو اچولو پېښې شوي، په ګڼو ښارونو کې د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځآی کړی شوی دی او صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چېرې په اړي ګړي قابو وه نه موندل شو نو پوځ به استعمال کړي.

خو لوړ رتبه پوځي چارواکو د احتجاجونو خلاف د پوځ د کاروولو خبره رد کړې ده.

د نېشنل ګارډز مشر جنرل جوزف لېنګیل چې عسکر یې د مظاهرو شروع کېدو ورسته په ۳۱ ریاستونو کې پرځای کړی شوي دي وویل که چېرې عسکر غواړي چې خپلې ذمه وارۍ په پوره کړي نو پکار ده چې په خپل سوګند په سنجیدګۍ عمل وکړي. "مونږ نسل پرستي، امتیازي چلند او تشدد نشوی برداشت کولی."

د نورو ښارونو په مقابل کې په واشنګټن کې د پوځ موجودګي زیاته لیدل کېږي چرته چې د دفاع وزیر مارک اېسپر ۱۳۰۰ عسکر پرځای کړي دي.

صدر ټرمپ ویلي که ریاستونه او ښارونه ناکامه شول چې د پرتشدد مظاهرو مخه ونیسي نو د کال ۱۸۰۷ انسرکېشن نومې قانون دلاندې به هغه د پوځ پرځای کوولو امر وکړي او د اړي ګړي او لوټ مخ نیوی به وکړي.

د شورو، چهارشبنې، په ورځ د وایټ هاوس ترجماني کېلی مېک نېني خبریالانو ته وویل که ضرورت پېښ شو نو صدر د دغه قانون د استعمالوولو اختیار لري او استعمال به هم کړي خو په موجوده وخت کې هغه د نېشنل ګارډز عسکر پرځای کوي.

خو د دفاع وزیر مارک اېسپر د انسرکېشن قانون د استعمال مخالفت وکړو او ویې وېل د قانون عملي کولو دپاره د پوځ استعمال دې د اخېرې حربې په توګه وکړی شي. "مونږ لا په دغو حالاتو کې نه یوو."

د امریکايي پوځ پخواني مشر په اټلانټک نومې مجلې کې د صدر ټرمپ د تجویز مخالفت وکړو او ویې وېل حالات لا دې حد ته نه دي رسېدلي چې د پوځ پرځای کوولو ته اړتیا ولري.

د دفاع پخواني وزیر جېم مېټېس هم د پوځ کارولو مخالفت وکړو او ویې وېل لکه د واشنګټن په ډول په ښارونو کې د پوځ موجودګي به د پوځ او د غېر پوځي ټولنې ترمنځ نفاق پېدا کړي.
صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو وارې بیا د احتجاجونو په اړه د سخت دریځ خپلولو غوښته وکړه او په ټوېټر يې په لیو ټکو کې ولیکل "لا اېنډ ارډر" یعنې قانون او نظم.

شورو، چّهارشنبه، نهمه ورځ وه چې د امریکې په بېلا بېلو ښارونو کې په رزګونو خلکو د جورج فلویډ د مرګ غندلو دپاره احتجاجونه کړل او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د فلویډ د مرګ په لړ کې د نیول شویو پولیس افسرانو خلاف د سختو الزامات وروسته د مظاهره چیانو د قهر کچه ټیټه لیدل کېده.

ای پي وايي په مظاهرو کې د تشدد په لړ کې تر اوسه پورې د ۱۰۰۰۰ نه زیات کسان نیول شوي دي او د ۱۲ نه د زیاتو کسانو مرګونه هم رپورټ شوي دې چې د مرګ د اسبابو پلټنې یې دوام لري.

XS
SM
MD
LG