د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د منځني ختیځ د مشرانو نه وغوښتل چې په فلسطيني مسلح ډلې حماس دې فشار واچوي چې په غزه کې د جنګ بندۍ تجویز ومني.
بلخوا، د ملګرو ملتونو په سېکیورټي کاونسل کې به د ګل، دوشنبې، په ماسپښین د امریکې په هغه قرارداد به ووټونه کېږي چې په کې په غزه کې په سمدستي ډول د مکملې ډز بندۍ او د حماس په ولکه کې د یرغمالانو د ازادۍ غوښتنه شوې ده.
بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ په قاهره کې د مصر صدر عبدالفتح السیسي سره ولیدل، او د جنګ بندۍ په دریو پړاونو مشتمل د نوي تجویز په اړه يې وویل تراوسه یوازې حماس دا وړانديز نه دی منلی.
بلېنکن په قاهره کې خبریالانو ته وویل په دې غرض چې بل ملکي تن و نه وژل شي، دې دپاره پکار ده چې حماس ډز بندي ومني.
بلېنکن وویل د مصر چارواکي څو ګنټې وړاندې پورې د حماس سره په رابطه کې وو او مصر، امریکا او نور ملکونه فکر کوي حماس په جنګ بندۍ ته راضي شي.
د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې، بلېنکن د منځني ختیځ د اتمې دورې په وړمبي پړاو د ګل، دوشنبې، په ورځ مصر ته ورسېدو او د السیسي سره يې خبر وکړې. وروسته به هغه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ سره ملاقاتو دپاره اسرایل ته تللو. بلېنکن به قطر او اردن ته هم ورځي. په اردن کې به بلېنکن عزه ته د انساني امداد په اړه یوه غونډه کې شرکت کوي.
د مصر صدر سره د بلېنکن د خبرو په اړه د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت وویل بلېنکن او السیسي د جنګ وروسته د غزه په حکومتدارۍ، امنیت، بیا ابادۍ په اړه خبرو ته دوام ورکړو. دواړو مشرانو، د سټېټ ډپارټمنټ ترمخه، غزه ته د رفح سرحدي لار د بیا پرانېستل کېدو او د ملکي خلکو او امدادي کارکوونکو ته د تحفظ په ورکولو هم ټینګار وکړو.
امریکايي چارواکو ویلي اسرایل به د ډز بندۍ تجویز مني. د سولې په دې تجویز کط اول د جنګ بندۍ ، غزه نه د یرغمالانو او د اسرایلي قېد نه د فلسطینیانو د ازادۍ، غزه ته انساني امداد د زیاتولو، رهایشي علاقو نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا او خپلو کورونو ته د فلسطینیانو د ستنېدو غوښتنه شوې ده.
حماس تر اوسه د سولې دا نوی تجویز نه منلی او نه یې رد کړی دی. دا تجویز د امریکې صدر جوبایډن د هفتې نه زیات وخت مخکې وړاندې کړی و.
ملګرو ملتونو ته وړاندې کړی شوي د امریکايي قرارداد مسوده وایس اف امریکا لیدلی که یو خو په اسرایل او حماس دواړو غږ کوي چې بغېر د څه شرط او ځنډ نه د ډز بندۍ معاهده ومني، په حماس فشار زیاتول غواړي.
ملګرو ملتونه کې د امریکې استازي دفتر د اتوار، يکشنبې، په ورځ ناوخت په یو بیان کې وویل اسرایل دا تجویز منلی دی او سېکیورټي کاونسل دا موقع لري چې په یو اواز په حماس غږ وکړي چې د سولې تجویز ومني.
د امریکې د قراراداد په مسوده به د واشنګټن په وخت ماسپښین درې بجې کولی شی.
Forum