لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : قذافي دواکمنۍ حق بائيللى


امريکا : قذافي دواکمنۍ حق بائيللى
امريکا : قذافي دواکمنۍ حق بائيللى

د امريکې خارجه محکمې وئيلي دي دسياسي مخالفينو سره دپوځيانو جنگولو څخه وروستو دليبيا صدر معمرقذافي دهيواد دمشرۍ حق بائيللى دى.
امريکا دليبيا څخه تيونس او مصر ته تښتيدونکو خلکو لپاره دفضاء له لارې امداد رسول شروع کړي دي.
دليبيا په بحران دنور سخت دريځ خپلولو په ترڅ کې خارجه محکمې وئيلي دي دقذافي دحکومت او دهغه دمخالفينو ترمينځ دمذاکراتو يواځې يوه مناسبه لار پاتې شوې او هغه دا ده چې دقذافي دمنظر څخه درخصتيدو په شرطونو خبرې وشي.
دخارجه محکمې وياند پي جى کراؤلي وئيلي دي دامريکا لپاره دا خبره دزياتې انديښنې وړ ده چې دطرابلس حکومت دخپل اولس په ضد طاقت کاروي.
هغه وويل امريکائي چارواکي دا گڼي چې ديو مشر په توگه دقذافي واکمني سمه نۀ ده پاتې شوې.
کراؤلي وويل دحقونو سره سره ځينې ذمه وارۍ هم تړلي وي ، قذافي دتيلو څلورو لسيزو څخه امريت کوي او مونږ گڼو دخبرو اترو خپلولو پځايې دخپلو وسلو مخ دخپلو خلکو طرفته په کولو سره قذافي په ليبيا دمشرولۍ کولو حق بائيللى دى.
دخارجه محکمې وياند وويل امريکائي چارواکي دوضعيت جاج اخلي.
له دې وړاندې دجمعې په ورځ دکوسټوريکو خارجه وزير ريني کاسترو سره شريک مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې خارجه وزيرې هيلري کلنټن وئيلي امريکا خپل پام دليبيا خلکو او ددريم هيواد دزرگونو وگړو سمدستي خيرښيگړې لوري ته دى، چې پکې عارضي غړي او نور خلک شامل دي څوک چې دتشدد په نتيجه کې تښتي.
هيلري کلنټن وويل دامريکا لخوا به دچارټرډ الوتکو په ذريعه دليبيا ختيزو او لويديزو پولو سره نزدې گيرو شوؤ خلکو خپلوهيوادونو ته درسولو لپاره امداد ورکولى شي.
هغې وويل دامدادي سامان سره دامريکائي فضائيې دوه سي 130 ټرانسپورټ الوتکې تيونس ته رسيدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG