لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په امریکا کې سکولونو ته وېل شوي د نومبر د لومړۍ نېټې پورې به د کرونا وایرس وېکسین تقسیمېږي


د ریاستونو ګورنرانو ته د اګست په ۲۷ د څلورو پاڼو په هدایاتو کې وېل شوي چې د صحت محکمې دي د وېکسین د تقیسوولو په اړه خپلې منصوبې د اکتوبر د لومړۍ نېټې پورې ولیکي چې د وي او ای انګریزۍ څانګه خپل رپورټ کې وايي د وېکسین په ممکنه توګه د خپرولو تر ټولو لومړنۍ نېټه کېدلی شي
د ریاستونو ګورنرانو ته د اګست په ۲۷ د څلورو پاڼو په هدایاتو کې وېل شوي چې د صحت محکمې دي د وېکسین د تقیسوولو په اړه خپلې منصوبې د اکتوبر د لومړۍ نېټې پورې ولیکي چې د وي او ای انګریزۍ څانګه خپل رپورټ کې وايي د وېکسین په ممکنه توګه د خپرولو تر ټولو لومړنۍ نېټه کېدلی شي

په امریکا کې د ناروغو د مخنیوي ادارې سنټرز فار ډزیز کنټرول اېنډ پریوېشن، سي ډي سي، د ملک ټولو ۵۰ ریاستونو او لویو ښارونو کې سکلونو ته لیږل شویو هدایاتو کې ویلي چې د نومبر د لومړۍ نېټې پورې دې د کرونا وایرس وېکسین تقسیموولو دپاره تیاری ونیسي. دا خبره یو شمېر مطبوعاتي ادارو رپورټ کړې ده چې وايي مجوزه د وېکسین به د امریکې د صدارتي انتخاباتو نه دوه ورځې وړاندې وېشل کېږي.

د ریاستونو ګورنرانو ته د اګست په ۲۷ د څلورو پاڼو په هدایاتو کې وېل شوي چې د صحت محکمې دي د وېکسین د تقیسوولو په اړه خپلې منصوبې د اکتوبر د لومړۍ نېټې پورې ولیکي چې د وي او ای انګریزۍ څانګه خپل رپورټ کې وايي د وېکسین په ممکنه توګه د خپرولو تر ټولو لومړنۍ نېټه کېدلی شي.

دا خبر لومړی مکلاچي نومې خبري ادارې او بیا نورو مطبوعاتو هم رپورټ کړو.

بلومبرګ خبري اداره وايي سي ډي سي د شورو‌، چهارشنبې، په ورځ ریاستونو ته د لیږل شوي خط په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د سي ډي سي مشر یا ډرېکټر رابرټ رېډفیلډ ریاستونو ته د اګست په ۲۷ لیږل شوي خط کې ویلي ریاستونه به ډیر زر د مکیسن نومې کمپنۍ نه د وېکسین د تقسیموولو دپاره د اجازت نامې خواستونه ترلاسه کړي او کمپنې غواړي چې د ځايي مرکزونو دلارې وېکسین وویشي.

په خط کې وېل شوي چې ریاستونه دې هغو ضروري قواعدو کې نرمي وکړي چې له امله یې د وېکسین د تقیسموولو مرکزونه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې فعاله کوولو کې خنډان راولاړېدلی شي.

خو اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د صحت مرکزونه وايي دوی نه خو دومره عمله او نه هم دومره پېسې او الات لري چې خلکو ته د وېکسین په اړه معلومات ورکړي او بیا دغه وېکسین په سلګونو مېلینونو خلکو ته تقسیم کړي.

ډاکټر کېلي مور چې اېکشن کوالېشن نومې ادارې چارواکي ده او تنظیم يې په امریکا کې د وېکسینونو په اړه پوهه خپوروي ای پي ته یې وویل د وېکسین تقسیموولو په لړ کې اوس هم لا ډیر کول دي چې د نومبر د لومړۍ نېټې پورې سر ته نشي رسوول کېدی. هغې زیاته کړه ریاستونه به زیاتو مالي وسایلو ته اړتیا لري چې په موجوده وخت کې ورسره نیشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG