لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا روس سره د ايټمي وسلو دکمولو دتړون منظورې ورکړی


امريکا روس سره د ايټمي وسلو دکمولو دتړون منظورې ورکړی
امريکا روس سره د ايټمي وسلو دکمولو دتړون منظورې ورکړی

امريکائي سينيټ دنهې په ورځ دروس سره دايټمي وسلو دکمولو د يو تړون پخلى کړى، دکانگريس لخوا دغه منظوري دامريکائي صدر براک اوباما د بهرنۍ تگلارې لپاره يوه مهمه گټه ده.
په سينيټ کې چې کله دروس سره دنيو سټارټ نومې تړون دپخلي لپاره درايې اچولو عمل وشو نو په حق کې يې 71 او په مخالفت کې يې يواځې 26 ووټونه واچولى شول.
دکانگريس دمنظورۍ څخه وروستو صدر اوباما په سپينه ماڼۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دوسلو دکمي ددغه تړون سره بهنړۍ ته يو ښه پيغام ترلاسه شي.
هغه په سينيټ کې ددواړو گوندونو دغړو څخه مننه وکړه.
صدر اوباما دغه تړون دقومي سلامتۍ ترجيح وگرځوله
صدروويل په تيرو شلو کلونو کې دوسلو کنټرول کولو په هکله دغه تر ټولو مهم تړون دى.
هغه وويل دغه تړون به مونږ نورهم محفوظ کړي او دروس سره به دوسلو په ذخيرو کې کمى راولي.
دحزب اختلاف ري پبلکن پارټۍ ځينو غړو په دې اساس ددغه تړون مخالفت کولو چې له امله به يې دامريکا دميزائيل بريدونو په ضد دفاعي توان کې کمى راځي.
دنيوسټارټ تړون سره به امريکا او روس په اوؤ کلونو کې دسټريټجک وسلو دتعداد کمولو سره دغه وسلې 1550ؤ پورې راکموي.
په دغه تړون سږ کال داپريل په مياشت کې صدر اوباما او روسي صدر ديمتري ميدويدف لاسليکونه کړي وؤ.
په تړون دعمل درامد لپاره به اوس دروس پارلمان ددې پخلى کوي.
دروسي قانون جوړونکو وينا ده هغوي به په راتلونکو څو ورځوکې په دې ووټنگ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG