لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا روس ته د جاسوسۍ په تور ١٠ تنان نیولې


په نیول شؤو تنانو الزام لگول شوی چې روس د پاره د جاسوسۍ سازش يي کولو. په دغه الزام نیول شؤو تنانو ته ٥ کاله د قید سزا ورکړی کیدی شي. روس ویلې دغه الزامات رد کړې

روس د پاره د جاسوسۍ په الزام کې نیول شؤو لسو تنانو کې پنځه تنان د گل په ورځ نیویارک ښار کې عدالت ته وړاندې کړی شول.
عدالت کې گڼه گوڼه وه. پنځه واړه تنان، د هغوې وکیلان، د هغوې خپل خپلوان، تر شلو پورې د مرکزي حکومت چارواکې، خبریالان او تماش بین په عدالت کې موجود ؤ.
په نیول شؤو تنانو الزام لگول شوی دی چې د خارجې هیواد د پاره د ایجنټ په توگه د کار کولو سازش يي جوړولو او په دې لړ کې يي د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل نه وو خبر کړی. په دغه الزام نیول شؤو تنانو ته پنځه کاله د قید سزا ورکړی کیدی شي.
په څلورو تنانو د ناجائزو پیسو د صفا کولو یا د مني لانډرنگ الزام هم لگول شوی دی. په دغه الزام د سزا په صورت کې دوي د ٢٠ کالونو پورې قیدخانې ته لیږل کیدی شي.
نیول شؤو تنانوعدالت نه په ضمانت د خوشې کیدو خواست کولو. خو اورونه د زیارت تر ورځې پورې ځنډولی شوې ده.
هم په دې لړې کې نیول شوې درې نور تنان د ریاست ورجینیا یو عدالت کې حاضر شوې ؤ او دوه په مسیاچوسیټس ریاست کې عدالت ته وړاندې کړی شوې دې. یو مطلوب تن له نه دی نیول شوی.
د روس خارجه وزارت دنهې په ورځ یو بیان کې په نیول شؤو تنانو د جاسوسۍ الزامات بې بنیاده گرځولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG