لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې روس ته خبرداری کړی په یوه اېټمي لوظنامه به عملداري وځنډوي


د امریکې دفاعي او استخباراتي مامورین وايي روس د کال ٢٠١۴ راهسې د ايي اېن ایف سرغړونه پېل کړې ده او د ناین ایم سېون ټو ناین نومې مزایلو په داسې انداز کې یې تجربې کړې دي چې د ايي اېن ایف د شرایطو نه ځان محفوظ وساتي
د امریکې دفاعي او استخباراتي مامورین وايي روس د کال ٢٠١۴ راهسې د ايي اېن ایف سرغړونه پېل کړې ده او د ناین ایم سېون ټو ناین نومې مزایلو په داسې انداز کې یې تجربې کړې دي چې د ايي اېن ایف د شرایطو نه ځان محفوظ وساتي

امریکې ماسکو ته سفارتي خبرداری ورکړي او اعلان یې کړی چې د روس سره د اېټمي وسلو د مخنیوي په یوه لوظنامه به عملداري نه کوي او په روس یې الزام لگولی چې د معاهدې خلاف ورزي کوي.

څېړونکي وايي دا ماسکو ته سفارتي خبرداری او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو د مقابلې پېل کېدو سبب هم.

د جمعې په ورځ یو بیان کې صدر ډانلډ ټرمپ وویل امریکا په انټرمېډیټ رینج نیوکلیر فورسز ټریېټي یا ايي اېن ایف نومې لوظنامې عملداري ځنډوي. دواړو هېوادونو دغه معاهده څو لسېزې وړاندې لاس لیک کړې او ترمخه دغه یې د یو خاص واټن پورې تلونکو اېټمي مزایلو باندې یې پابندي لگولې.

صدر ټرمپ وویل روس د ډیر وخت راهسې د ايي اېن اېف خلاف ورزي کوي او په خفیه توگه د مزایلو یو داسې نظام یې پرځای کړی چې امریکې او د امریکې اتحادیانو ته نیغ په نیغه خطر راولاړوي. صدرټرمپ زیاته کړه چې امریکا په داسې حال کې د معاهدې پابندي نشي کولی چې روس یې سرغړونه کوي.

هم د جمعې په ورځ صدر ټرمپ د ايي اېن ایف په اړه خبریالانو ته د دې خبرې امکان څرگند کړو چې روس سره په نوي معاهده خبرې کېدلی شي. د هغه په قول "یقنیاً زه داسې لیدل غواړم خو په دې به هرڅوک عمل کوي."

امریکې او روس ايي اېن ایف نومي معاهده په کال نونسوه اووه اتیایم کې لاس لیک کړې چې ترمخه یې دواړو هېوادونو د پنځه سوه نه تر د پنځه زره کلومېټره فاصلې پورې تلونکو کروز مزایلو په تیارولو پابندي ولگوله.

خو امریکا د ډیر وخت راهسې په روس د معاهدې د خلاف ورزۍ الزامات لگوي.

د امریکې دفاعي او استخباراتي مامورین وايي روس د کال ٢٠١۴ راهسې د ايي اېن ایف سرغړونه پېل کړې ده او د ناین ایم سېون ټو ناین نومې مزایلو په داسې انداز کې یې تجربې کړې دي چې د ايي اېن ایف د شرایطو نه ځان محفوظ وساتي.

امریکايي چارواکي وايي روس دغه ډول مزایلې پرځای کړې دي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل امریکا به د روس په ځواب کې اقدامات کوي. د هغه په قول "په داسې حال کې چې روس بغیر د څه شرمه د معاهدې خلاف ورزي کوي، (معاهده) زمونږ لاره نشي نیولی."

امریکا به د خالي، شنبې، په ورځ روس او په پخواني سویټ یونین کې شاملو هېوادونو ته دا اطلاع ورکوي چې واشنگټن به په اینده شپږو میاشتو کې د ايي این ایف نه د وتلو عمل سر ته ورسوي.

امریکايي مامورین وايي که چېرې روس دغه مزایل تباه نکړي نو معاهده به ختمه شي اوبیا به امریکا هم مزایل تیارول شروع کړي.

روسي مامورین د معاهدې د خلاف ورزۍ خبره ردوي او وايي امریکا د مزایلو په خپله ذخیره کې اضافه کول غواړي.

د ورس نایب خارجه وزیز سرگی ریابکو خبریالانو ته وویل د ايي اېن ایف نه د امریکې د وتلو دلاسه به په نړیواله کچه د اېټمي وسلو د خوریدو په ضد چې کوم نظام دی هغه لمځنه لاړ شي.

خو امریکايي مامورین وايي که د معاهدې د ختمیدو په نتیجه کې د ماسکو او د واشنگټن ترمنځ د وسلې مقابله پېل شوه نو ذمه واري به یې روس په غاړه وي

د امریکې نېټو ائتلافیانو د امریکې د فېصلې ملاتړ وکړو او په یو بیان کې یې وویل د نېټوغړي هېوادونه په مکمله توگه د امریکايي گام حمایت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG