د ایټمي وسله د کمولو دپاره د امریکې او روس د "نیو دسټارټ" په نوم معاهده د گل، دوشنبې، د ورځې نه عملي کیږي.
امریکا وايي روس به په معاهده کې کړې خپل لوظونه وفا کړي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې هیدر نورټ وویل امریکې د تیر کال د اگست په میاشت کې د معاهدې دلاندې خپل فرض پوره کړې دی.
مېرمن نورټ زیاته کړه "مونږ هیڅ وجه نه لرو چې روسي حکومت به هم خپل حدود ترسره کړي."
د اتوار، یکشنبې، په ورځ سټیټ ډپارټمنټ یو بیان کې وویل دواړه هیوادونه به کې د خپلو خپلو ایټمي وسلو د فهرستونو تباده ه په اینده دوو میاشتو کې وکړي.
امریکې او روس په کال ٢٠١٠ م کې په پراگ کې د "نیو سټارټ" په نوم معاهده وکړه. په معاهدې عملداري د کال ٢٠١١ م د فبرورۍ د میاشت په پنځمه نیټه شورو شوه.
سټیټ ډپارټمنټ وویل د معاهدې ترمخه دواړه هیوادونه پابند دي چې په کال کې دوه ځله د یو بل سره د خپلو خپلو ایټمي وسلو فهرستونه شریک کړي.
د معاهدې ترمخه یو هیواد هم د ١٥٠٠ نه زیاتې ایټمي وسلې نشي ساتلی. معاهدې ترمخه د مزایلو، درنو بمبارونو او د ابدوزو حدونه هم ټاکل شوي دي.
ماهرین وايي که څه هم د شام، کرائمیه او د ځينې نورو موضوعاتو په سر د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات موجود دي خو ددې باوجود هم واشنگټن او ماسکو د ایټمي وسلو د کمولو د معاهدې پابندي کړې ده چې د نړۍ د امن او ثبات دپاره مهمه خبره ده.