لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اوباما او صدر پوټن په ټیلې فون د یوکرین په صورتحال خبرې اترې


د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د یو بیان ترمخه صدر براک اوباما او صدر ولادیمیر پوټن د زیارت په ماسپښین تر یوې گنټې پورې د یوکرین په صورتحال غور وکړو
د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د یو بیان ترمخه صدر براک اوباما او صدر ولادیمیر پوټن د زیارت په ماسپښین تر یوې گنټې پورې د یوکرین په صورتحال غور وکړو
د امریکا صدر براک اوباما د روس صدر ولادیمیر پوټن سره په ټیلې فون د یوکرین په صورتحال خبرې اترې کړې دي او وائټ هاوس وايي د یوکرین کړکیچ ختمولو په لړ کې به روس نیغ په نیغه د یوکرین حکومت سره مذاکرات کوي او خپل عسکر به یوکرین کې پوځي مرکزونو ته بوځي.
د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د یو بیان ترمخه صدر براک اوباما او صدر ولادیمیر پوټن د زیارت په ماسپښین تر یوې گنټې پورې د یوکرین په صورتحال غور وکړو، چې د دواړو مشرانو ترمنځ د یوکرین په کرائیمیه سیمه کې د روس پوځونو پرځائې کیدو ورسته وړمبۍ رابطه ده. روس د تیر خالې د ورځې نه کرائیمیه کې خپل عسکر پرځائې کړې دي.
د وائټ هاوس بیان وايي صدر براک اوباما یوکرین کې د روس اقدامات د کړکیچ ځپلې هیواد د خپلواکۍ خلاف ووبلل او وې ویل یوکرین کې د ناقرارۍ ختمولو په لړ کې دې روس د یوکرین موقتي حکومت سره نیغ په نیغه مذاکرات وکړي.
د دواړو مشرانو په خبرو اترو کې وویل شو چې نړي وال څارنکاران به د ټولو یوکرینیانو د د حقوقو تحفظ کوي چې پکې روسي انسل شهریان هم شامل دي، روس به خپل عسکر پوځي مرکزونو ته بوځي او نړي واله ټولنه به د یوکرین د مۍ په میاشت کې کیدونکو انتخاباتو کې مرسته کوي.
د صدر براک اوباما او د صدر پوټن په ټیلې فون د خبرو وړاندې، امریکا په روس د ویزې قدغنونه او په محدوده کچه اقتصادي پابندۍ ولگولې، د هغه اقداماتو قیمت دی چې صدر براک اوباما ویلي روس به يي یوکرین کې د لاس وهنې په سر ادا کوي.
صدر براک اوباما د یوکرین په موضوع خبرې کانفرسن ته وینا کوي
صدر براک اوباما د یوکرین په موضوع خبرې کانفرسن ته وینا کوي
د زیارت په ورځ سپنېه ماڼۍ کې د وړاندې نه غیر اعلان شوي خبري کانفرنس کې د وینا په وخت صدر براک اوباما د مارچ په ١٦ مه نیټه د ټاکل شوي رائې پوښتنې یا ریفرینډم غندنه وکړه چې برخه اخېستونکې به پکې رائې ورکوي چې ایا د یوکرین کرائمیه جزیره نما سیمه روس کې شامله شی او که نا؟
صدر براک اوباما وايي "د کرائمیه د ائنده په هکله مجوزه ریفرینډم د یوکرین ائین او د نړي وال قانون خلاف ورزي ده. د یوکرین د ائنده په هکله هره فیصله کې باید د یوکرین قانوني حکومت شامل وي. دا ٢٠١۴ دی او هغه وخت تیر شوی چې د یو قام سرحدونه به د هغه قام د جمهوري مشرانو د فیصله پرته راښکلی کیدل."
ددې نه وړاندې صدر براک اوباما یوه حکم نامه لاس لیک کړه چې په هغه کسانو د پابندیو منظوري ورکوي چې د هغه په قول د یوکرین د خپلواکۍ او سالمیت سرغړونه کې ککړ دي.
امریکائي چارواکو د هغه کسانو نومونه نه دي څرگند کړي چې د حکم نامې ترمخه يي د امریکې ویزې منسوخ کړی شوي دي او یا يي د ویزې درخواستونه رد کړی شوي خو پکې د روس او یوکرین شهریان شامل دي او الزام پې لگول شوی چې د یوکرین د ناقرارۍ اور ته يي لمن وهلې ده.
امریکائي چارواکو دا هم نه دي ویلي چې د پابندیو سره مخ کسانو په دغه فهرست کې د روس صدر ولادیمیر پوټن هم شامل دی او که نا؟
کانگرس کې ځېنې قانون سازانو د صدر براک اوباما د اقدام ستائنه وکړه. د ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکې د ایوان نمائندگان غړي الیانه راس لیتنن وايي "د روسي حکومت غړو ویزې منسوخول او اساسي يي منجمد کول په صحیح لور پورته کړی شوي گامونه دي خو باید د هغه کسانو نومونه هم څرگند کړی شي چې دا رنگ د شرمندگۍ سره مخ شي."
روس شا او خوا ١٦٠٠٠ عسکر د یوکرین په کرائمیه جزیره نما کې پرځائې کړې دي وايي گام يي هلته د روسي نسل اوسیدونکو د تحفظ دپاره اخېستی دی. خو واشنگټن وايي روسي اقدام په جار د یوکرین د خپلواکۍ خلاف ورزي ده.
د روسي اقدام په ترڅ کې د کرائمیه تاتار مسلمانانو د امن و امان په هکله هم تشویش راپورته شوی. د ١٩۴٠ په لسیزه کې ددیم جنگ عظیم ورسته سټالن تاتار مسلمانان د کرائیمیه نه ملک بدر کړي وو. د نونسوه اتیایم او بیا کال ١٩٩١ کې د سویت یونین د ماتیدو نه پس گڼ شمیر تاتار کرائیمیه ته ستانه شوي دي.
امریکائي چارواکې وايي امریکا په روس لگول شوي پابندۍ نرمولی شي که چرې ماسکو خپل عسکر یوکرین کې موجود خپلو پوځي مرکزونو ته بیرته بوځي او د یوکرین موقتي حکومت تسلیم کړي. خو ددې سره واشنگټن خبر داری کړی که چرې روس په ختیز یوکرین کې خپل نور عسکر پرځائې کړل نو په روس لگول شوي پابندۍ به نورې هم سختې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG