لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: روس به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو انعامونه ورکول 


امریکايي مامورینو ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی شوی دی او دغه ګام طالبانو سره د ټاکل شوي میعاد نه وړاندې اخیستل شوی دی
امریکايي مامورینو ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی شوی دی او دغه ګام طالبانو سره د ټاکل شوي میعاد نه وړاندې اخیستل شوی دی

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي امریکايي استخباراتي مامورینو داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي او نورو خارجي اتحادي عسکرو د وژلو په سر به روس د طالبانو سره تړلو وسله والو ته انعامونه ورکول.

رویټرز خبري اداره وايي هغو مامورینو چې په دې معامله یې معلومات لرل نیویارک ټایمز ته یې ویلي په یورپ کې د روسي استخابارتو هغه ډله چې هدفي وژنې ترسره کوي تېر کال یې په افغانستان کې وسله والو ته د کامیابو حملو په سر انعامونه ورکول.

نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وايي داسې ګمان کیږي چې مذهبي وسله والو ډلو او یا د دوی سره تړلو مسلح مجرمانه عناصرو د انعام یو مقدار پېسې ترلاسه کړي دي.

رویټرز وايي د وایټ هاوس، سي ايي ای او ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس یې رابطه وکړه چې د نیویارک ټایمز په رپورټ یې دریځ معلوم کړي خو چا ورته ځواب ور نکړو.

نیویارک ټایمز وايي صدر ډانلډ ټرمپ ته د روس په اړه دغه استخباراتي معلومات ورکړی شوي دي خو رویټرز وايي وایټ هاوس لا د روس په اړه د کوم ګام منظوري نه ده ورکړې.

د رویټرز ترمخه نیویارک ټایمز خپل رپورټ کې ویلي په ۲۰۱۹ کې ۲۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې کومې وژنې په مشکوک توګه د روسي انعام دپاره شوي دي.

د سږ کال د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه امریکې او طالبانو د امن معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکايي عسکر د افغانستان څخه وځي او طالبان به په امریکايي ځواکونو حملې نه کوي.

امریکايي مامورینو ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی شوی دی او دغه ګام طالبانو سره د ټاکل شوي میعاد نه وړاندې اخیستل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG