لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د افغان طالبانو کومک کوي؟


 د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرگند کړی دی چې گنې روس د امریکا او نیټونو ځواکونو خلاف په جنگ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي
د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرگند کړی دی چې گنې روس د امریکا او نیټونو ځواکونو خلاف په جنگ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي

د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرگند کړی دی چې گنې روس د امریکا او نیټونو ځواکونو خلاف په جنگ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي.

"په نژدې ورځو کې ما د روس نفوذ – زیات شوی نفوذ – لیدلی چې د تړون او ممکنه ده چې طالبانو ته د رسد په برخه کې دی،" جنرل کرټس سکیپوراټي، چې د نیټو سپریم الایډ کمانډر او د امریکې د پوځ جرنیل دی، د امریکې د سینیټ د پوځي چارو کمیټۍ ته يي په یوه اورونه کې وویل.

جنرل سکیپوراټي دا تفصیل نه ور نه کړو چې گني روس په ممکنه توگه طالبانو ته څه قسمه امداد ورکوي او یا روس په څه ډول طالبان سره تعلقات لري.

ددې نه وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او نیټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن هم طالبانو سره د روس د ملاتړ ذکر کړی دی. جنرل نکلسن ویلي روس د طالبانو حوصله افزايي کوي او سفارتي څادر يي پرې غوړولی دی.

"روس طالبانو ته قانونیت ورکوي او ملاتړ يي کوي،" جنرل نکلسن تیره میاشت د وي او ای اشنا پښتو او دري څانگې ته وویل.

روس په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو کوښښونه شروع کړې دي او په راتلونکي هفته کې يي په افغانستان کې د امن په موضوع د شپږو هیوادونو د خبرو اترو انتظام هم کړی دی خو امریکې ته پکې د شرکت بلنه نه ده ورکړی شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG