آیا روس د امریکې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده او که نه؟ په دې اړه د امریکې خاص مشیر رابرټ مولر خپل تحقیقات ته رسولې دي او د جمعې په ورځ یې د امریکې د انصاف وزارت ته خپل رپورټ ورکړو.
رابرټ مولر خپل رپورټ د امریکې مشرسرکاري وکیل یا لوې څارنوال ویلیم بار ته وسپارلو او د کانگرس غړو ته یې یو خط کې وویل ممکنه ده چې د دې هفتې په اخېره کې د رابرټ مولر د پایلو نه د کانگرس غړي خبر کړي.
د کال ٢٠١٦ د امریکې صدارتي انتخابات صدر ډانلډ ټرمپ وگټل خو د هغه د صدارت لومړي دوه کاله د رابرت مولر د تحقیقاتو د سورې لاندې تیر شول. د صدر ټرمپ مخالفین وايي روس په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ په حق کې لاس وهنه کړې ده خو ډانلډ ټرمپ دا خبره ردوي. هغه په دې لړ کې د تحقیقاتو هم مخالف و.
د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ د کانگرس غړو غوښتنه کړې ده چې د رابرټ مولر رپورټ دې عام کړی شي.
د وایټ هاوس ترجمانې سېره سېنډرز د جمعې په ورځ وویل صدارتي ماڼۍ ته نه خو رپورټ وړاندې کړی شوی دی او نه هم ورته په دې اړه څه معلومات ورکړی شوې دي.
د رابرټ مولر د تحقیقاتو بنیادي پوښتنه دا وه چې آیا د کال ٢٠١٦ د صدارتي ووټونو نه وړاندې د ریپلیکن پارټۍ امیدوار د ډانلډ ټرمپ انتخابي مرستیالانو د روس په ملاتړ داسې ایمېلونه خو نه وو نه افشا کړي چې هدف یې د ډانلډ ټرمپ مخالفې او د ډیموکریټک پارټۍ امیدوارې هېلري کلنټن دریځ کمزوری کول و. دغه اېمېلونه د ډیموکریېټک پارټۍ د نیشنل کمېټۍ څخه غلا شوې وو. بله پوښتنه دا وه چې آیا ډانلډ یوازې یو خوش قسمته کس وو چې د ډیموکریټک پارټۍ د امیدوارې د بدناموولو کوښښونو ورته گټه ور ورسوله او دا چې آیا ډانلډ ټرمپ د خپل ځان او د نورو مرستیالانو د محفوظ ساتلو دپاره د تحقیقاتو د تباه کوولو هڅې خو نه وې کړي.
د تحقیقاتو په مهال اووه کسانو اعتراف جرم کړی دی چې پنځه پکې د ډانلډ ټرمپ پخواني مرستیالان دي او پنځو ته پکې د قید سزاگانې اورول شوې دي.
په ٣٧ کسانو او ادارو چې زیاتره روسيان دي هم فرد جرم لگول شوی دی.