لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: د صدر پوټن سره د ملاقات تفصیل مې د پټولو کوښښو نه دی کړی


د صدر ټرمپ او صدر پوټن یو مشهور ملاقات په هلسنکي فنلېډ کې و چې دواړ پکې دوه گنټې خبرې کړې وې او د ترجمانو نه علاوه ورسره نور څوک نه وو. د دغه ملاقات تفصیلات نه دي څرگند کړی شوي خو صدر ټرمپ ویلي په ملاقات کې د پټولو څه نه وو او کېدی شي چې هغه یې معلومات په ډاگه کړي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دا مطبوعاتي رپورټونه رد کړي چې د روس هم منصب ولادېمیر پوټن سره یې په شخصي کچه خبرې کړې دي او د دغو مذاکراتو ریکارډ یې د پټ ساتلو کوښښونه کړې دي.

د خالي، شنبې، په ورځ د فاکس ټیلې وژن سره مرکه کې د صدر ټرمپ نه تپوس وشو چې ایا په موجوده او یا په تېر وخت کې یې د روس دپاره کار کړی دی نو هغه په ځواب کې وویل "ځما په خیال دا ځما دپاره د ټولو نه زیات د بې عزتۍ تپوس دی."

د فاکس ټېلې وژن په مرکه کې صدر ټرمپ زیاته کړه چې د روس په اړه یې د امریکې د تېرو صدرانو نه زیات سخت دریځ اخیتار کړی دی.

د امرېکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو ورستي رپورټ کې ویلي چې د هېواد تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي په کال ٢٠١٧ کې پس له هغې د صدر ټرمپ په اړه تحقیقات پېل کړل چې هغه د ایف بي ايي د هغه وخت مشر جېمز کومي د خپلې عهدې څخه لرې کړو. د تحقیقاتو هدف دا خبره معلومول وو چې ایا صدر ټرمپ خو په غېر شعوري توگه د روس د اثر د لاندې نه دی راغلی ځکه چې د هغه رویي د ایف بي ايي چارواکي د تشویش سره مخامخ کړي وو.

د چوکۍ څخه د لرې کېدو وړاندې جېمز کومي د کال ٢٠١٦ په صدراتي انتخاباتو کې د روس د مشکوکې لاس وهنې په اړه د پلټونو مشري کوله.

صدر ټرمپ د نیویارک ټایمز رپورټ رد کړو او وې ویل د ورځپاڼې دپاره دغه یو تباه کن خبر دی.

صدر ټرمپ د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې دا خبر هم رد کړی چې د صدر ولادېمېر پوټن سره یې په تېرو دوو کلونو کې د شویو ریکارډ د خفیه ساتلو دپاره ډېر کوښښونه کړې دي. رپورټ وايي په یوه موقع صدر ټرمپ د خپل ترجمان نه د هغه یاداشتونه یا نوټس واخیستل او ورته وویل چې نورو مامورینو ته ددې په اړه حال وه نه وايي.

واشنگټن پوسټ وايي دغه واقعه په کال ٢٠١٧ کې په هېمبرگ کې د پوټن او د ټرمپ د ملاقات وروسته وشوه. په دغه ملاقات کې د هغه وخت د امریکې خارجه وزیز رېکس ټېلرسن هم موجود و.

د صدر ټرمپ او صدر پوټن یو مشهور ملاقات په هلسنکي فنلېډ کې و چې دواړ پکې دوه گنټې خبرې کړې وې او د ترجمانو نه علاوه ورسره نور څوک نه وو. د دغه ملاقات تفصیلات نه دي څرگند کړی شوي خو صدر ټرمپ ویلي په ملاقات کې د پټولو څه نه وو او کېدی شي چې هغه یې معلومات په ډاگه کړي.

صدر ټرمپ د فاکس ټېلې وژن په مرکه کې وویل د صدر پوټن سره یې د هلسنکي په ملاقات کې داسرائیل د تحفظ او په ځینو نورو مضوعاتو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG