لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپنه ماڼۍ: یوکرین کې مظاهرې روس راپارولي


د جان کیري د روسي هم منصب سره د خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې د یوکرین داخله وزارت ویلي وو روس پلوه وسله والو لوهانسک ښار کې د ریاست د امنیتي ځواکونو مرکز په داسې حال قبضه کړې چې وړاندې هلته د حکومت خلاف مظاهرې شوې وې
د جان کیري د روسي هم منصب سره د خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې د یوکرین داخله وزارت ویلي وو روس پلوه وسله والو لوهانسک ښار کې د ریاست د امنیتي ځواکونو مرکز په داسې حال قبضه کړې چې وړاندې هلته د حکومت خلاف مظاهرې شوې وې
سپینه ماڼۍ وايي ځېنې هغه مظاهره چیان چې د ختیز یوکرین په دریو ښارونو کې يي په حکومتي ودانیو قبضه کړې وه، ځائې خلک نه وو او ددغه کار دپاره ورته پېسې ورکړی شوي وي.
سپینه ماڼۍ وايي د ترلاسه شوي شواهدو ښائي د ختیز یوکرین په ښارونو کې مظاهرې په سمدستي توگه نه وي راپاریدلې بلکه ورته لمن وهلې شوي وه.
د سپېنې ماڼۍ یا وائټ هاوس ترجمان د گل په ورځ خبریالانو ته وویل د صدر براک اوباما حکومت روس ته وايي چې یوکرین کې دې لاس وهنه بنده کړې او که روس چرې په دې خبره عمل نه کوي نو خلاف يي نورې پابندۍ لگیدی شي.
هغه وویل که چرې روس په څرگنده یا په پټه یوکرین کې مداخله کوي نو دا به د حالاتو سنگینه راپارونه وي.
د امریکې خارجه وزیر جان کیري هم د گل په ورځ د روس خارجه وزیر سرگې لاوو روو سره د یوکرین په صورتحال خبرې کړې دي. د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمانې وویل جان کیري لاوو روو ته وویل ختیز یوکرین کې واقعات په سمدستي توگه نه وو رامېنځته شوي. جان کیري په روس غږ وکړو چې په ډاگه دې "د بیلتون خوښو، وران کارو او راپارونکو" د سرگرمو نه دې د لا تعلقۍ اعلان وکړي.
د جان کیري د روسي هم منصب سره د خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې د یوکرین داخله وزارت ویلي وو روس پلوه وسله والو لوهانسک ښار کې د ریاست د امنیتي ځواکونو مرکز په داسې حال قبضه کړې چې وړاندې هلته د حکومت خلاف مظاهرې شوې وې.
د لوهانسک سره سره ډونیسک کې هم د اتوار په ورځ مظاهره چیانو لاریون ویستلی وو او بوزۍ په مخ احتجاج کونکو پولیس په پټاخو ویشتلی وو.
مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې دغه ښارونو کې دې هم ریفرنډم وشي چې آیا یوکرین کې پاتې کیدل غواړي او که جدا شي او د روس سره شامل شي. دغه رنگ ریفرنډم تیره میاشت کرائیمیه کې شوی وو چې په نتیجه کې يي سیمه روس کې د شاملیدو په حق کې رائې ورکړه.
نړي والې ټولې روس کې د کرائیمیه د الحاق غندنه کړې ده او واشنگټن د اقدام په سر په ماسکو په محدوده کچه پابندۍ ورتپلې دي.
په عین حال کې د یوکرین د داخله چارو وزیر ویلي امنیتي ځواکونو د یوکرین په یو بل ښار کرکیو کې په یوه حکومتي ودانۍ د مظاهره کونکو قبضه ختمه کړې ده.
داخله وزیر ارسن اوکوو د روس په صدر ولادیمیر پوټن او د یوکرین لرې کړی شوي صدر وکټر یانوکویچ باندې د یوکرین په ختیز کې د مظاهرو راپارولو او ورته د مالي امداد ورکولو الزام ولگولو.
د یوکرن موقتي صدر اولیکسینډر ټرچینو ترجمان ویلي صدر د لیتوینیه دوره منسوخ کړې او د هیواد په ختیز کې د مظاهرو په هکله خبرو اترو دپاره يي د امنیتي ادارو مشرانو سره بیړنۍ غونډه رابللې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG