لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او یورپ په روس ځېنې پابندۍ ولگولې

د امریکا صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن ته ویلي امریکا او یورپي اتحادیان يي تیار دي چې یوکرین کې د بیلتون د ووټ د ملاتړ په سر د ماسکو خلاف گامونه پورته کړي او روس د خپل تگ لارې قیمت ادا کولو ته تیار کړي

سپنې ماڼۍ یا وائټ هاوس د روس په ١١ داسې چارواکو پابندۍ لگولې دي چې یوکرین کې پې د لاس وهنې، هلته جمهوري د نظام گډوډولو، امن او امان تباه کولو او هیواد کې ناقراري راپارولو الزام لگول شوی دی.
د اقدام ترمخه، د روسي چارواکو اساسي منجمد کړی شوي دي. هم دغه رنگ یورپین یونین د روس او یوکرین په ٢١ چارواکو تجارتي او د سفر پابندۍ ور تپلې دي.
سپینه ماڼۍ کې د گل په ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې صدر براک اوباما یوکرین سره د مظبوط ملاتړ اعلان وکړو، په داسې مهال چې کرائمیه د ریفرنډم ورستو یوکرین نه د ازادۍ او روس کې د شاملیدو اعلان کړی دی.
صدر اوباما خبرداری وکړو چې که چرې روس حالات نور خراب کړل نو امریکا يي پرضد نورې پابندۍ هم لگولی شي.
ښاغلې اوباما وویل د یوکرین په صورتحال د نیټو مشرانو سره صلاح مشورې دپاره به نائب صدر جو بائډن هم د گل په ورځ د یورپ دوره کوي. خپله صدر اوباما په راتلونکې هفته کې یورپ ته تلونکی دی.
امریکا، یورپین یونین او نیټو کرائمیه کې روس کې د شاملیت ریفرنډم مخالفت کړی دی او دايي غیر قانوني اقدام گرځولی دی.
د کرائمیه د انتخاباتو مشر د گل په ورځ ویلي ٩٧ فیصد ووټ اچونکو د کرائمیه د بیلتون او روس سره د الحاق په حق کې رائې ورکړې دي. د ریفرنډم مخالفینو ته ویل شوي وو رائې ورکولو نه دي بائیکاټ یا ډډه وکړي.
د نړي والې ټولنې د مخالفت باوجود د کرائمیه د قانون سازانو یوه ډله د گل په ورځ روس ته تلونکې ده چې رشین فیډریشن کې د شمولیت په رسمي لارو چارو خبرې اترې وکړي.
د یوکرین سرښار کییو کې موقتي وزیراعظم ارسنی یټسنیوک کرائمیه کې ریفرنډم سرکس بللی او ویلي ماسکو د ټوپک په زور ترسره کړی دی.
د ریفرنډم په مخالفینو کې کرائمیه کې میشته تاتار مسلمانانو هم شامل وو چې زیاتره پکې په ووټونو کې برخه نه ده اخېستي او د روس د واک اختیار مخالفت کوي.
سپېنې ماڼۍ ویلي د اتوار په ورځ شوی ریفرنډم غیرقانوني دی او د یوکرین د ائین خلاف ورزي کوي. سپېنې ماڼۍ ویلې امریکا او نړي واله ټولنه به هیڅ چرې هم ریفرنډم تسلیم نه کړي.
د امریکا صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن ته ویلي امریکا او یورپي اتحادیان يي تیار دي چې یوکرین کې د بیلتون د ووټ د ملاتړ په سر د ماسکو خلاف گامونه پورته کړي او روس د خپل تگ لارې قیمت ادا کولو ته تیار کړي.
د کرائمیه د انتخاباتو مشر د گل په ورځ ویلي ٩٧ فیصد ووټ اچونکو د کرائمیه د بیلتون او روس سره د الحاق په حق کې رائې ورکړې دي. د ریفرنډم مخالفینو ته ویل شوي وو رائې ورکولو نه دي بائیکاټ یا ډډه وکړي.
د کرائمیه روس پلوه مشر سرگی اکسینو اعلان کړی د گل په ورځ به په رسمي توگه روس یا رشین فیډریشن کې د شاملیدو درخاست کوي.
د ریفرنډم په مخالفینو کې کرائمیه کې میشته تاتار مسلمانانو هم شامل وو چې زیاتره پکې په ووټونو کې برخه نه ده اخېستي او د روس د واک اختیار مخالفت کوي.
تاتار مسلمانان د صدیو راهسې په کرائمیه کې اوسیږي. د دویم جنگ عظیم ورسته د جرمني نازیانو سره د لاس امداد په الزام د روس سټالن تاتار ملک بدر کړل او د مرکزي ایشیا په مختلفو ریاستونو کې يي وویشل. خو گڼ شمیر تاتار د ١٩٨٠ او د ١٩٩٠ په لسیزو کې ستانه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG