د کېلېفورنیا ریاست په سېکرامنټو ښار کې د پولېس د لاسه د یو تورپوستکي ځوان د وژل کیدو خلاف په سلگونو خلکو احتجاجونه کړې دي.
د خالي، شنبې، په ورځ شوي د احتجاج غږ د باسکټ بال لوبې یو مشهور پخواني لوبغاړي ورکړی و.
د احتجاج کونکوي غوښتنه وه چې د مارچ په ١٨ مه نېټه د پولیس په لاس د ٢٢ کلن غیر مسلح افریقايي امریکني ځوان سټیفان کلارک د وژنې دې په ازاده توگه تحقیقات او د پولیس احتساب دې وشي.
د جمعې په ورځ هم په سېکرامنټو کې په سلګونو خلکو پرامنه احتجاج وکړو.
د سټیفان کلارک د وژنې په سر احتجاجونه په داسې حال کې شوي د هغه د مرگ په اړه په رپورټ د پولیس د دې دریځ متضاد خبره شوي چې کلارک د شا اړخ نه په شپږو ډزو لګیدلی.
سټیفان کلارک دوه پولیس چارواکو دمارچ په اتلسمه نېټه د خپلې نیا د کور د شا په انگڼ کې هغه وخت اوویشتلو کله چې پولیس ته د شپې په وخت ټیلي فون اوشو چې یو کس د موټرشیشه ماته کړه.
د سېکرا منټو کنګز باسکټ بال ډلې پخواني لوبغاړي میټ بارنز په مشرۍ کې د خالي په ورځ شوو احتجاجونو په وخت سخت امنیتي ګامونه پورته کړی شوي وو. هم د خالي په ماښام د ګولډن ون سنټر په نوم میدان کې د سېکرامنټو د باسکټ بال ټیم یو میچ کیدونکی و.
د ځايي میډیا ترمخه د لوبې میدان سره مخامخ پلازه د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بنده کړی شوې وه او د لوبې په وخت چا ته د احتجاجي نښو د پورته کولو اجازت نه و.
د دې وړاندې د خالي په ورځ د سټیفان کلارک چنغلې په شمول په لسګونو خلک د سېکرا منټو پارک کې د احتجاج لپاره راغونډ شوي وو.
د جمعې په ورځ د ساینسي پلټنو ډاکټر بینټ اومالو د سټیفان کلارک د وژنې په اړه د ازادو پلټنو اعلان کړی وو د کوم چې د کلارک کورنۍ غوښتنه کړې وه.
اومالو ویلي کلارک اته ډزه ویشتی شوی چې پکې شپږ په شا، یو په مرۍ او یو په پتون ویشتی شوی.
د دې وړاندې د سېکرامنټو پولیس محکمې ویلي وو پولیس چارواکو په کلارک باندې په دې وجه ډزې اوکړې چې دوی ګڼل چې د هغه سره طمانچه ده. خو وروستو د هغه سره طمانچه اونه موندل شوه او د مړينې وروستو ورسره په خوا کې صرف موبایل فون پروت و.
د کیلي فورنیا ګورنز جیري براون ویلي د کلارک مرګ یوغمجنه پیښه ده او داچې دا یو شمیر مهمې پوښتنې راپورته کوي. نوموړي د مشر ریاستې وکیل یا اټارني جنرل لخوا د پیښې د پلټنو د ازادې څارنې مرسته کړې.
د مارچ په اتلسمه نېټه د پولیس دلاسو د تورپوستکې کلارک وژنې د کیلي فورنیا پایتخت سېکرامنټو د څو ورځو احتجاجونه راپارولي او یو ځل بیا يې د پولیسو د لاسو د غیرمسلح تورامریکایانو د وژنو شخړه راژوندۍ کړې.