لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سنکیانګ کې د چین د تګلارې په سر امریکې په دوو چینايي مامورینو بندیزونه ولګول


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو په ضد د چین زور زیاتی د چین په تګلاره یو داغ دی
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو په ضد د چین زور زیاتی د چین په تګلاره یو داغ دی

د چین په سنکیانګ صوبه کې د چین د تګلارې په سر امریکې په دوو چینايي مامورینو او یوې چینیايي کمپنۍ بندیزونه لګولي دي او په چین یې یو وارې بیا الزام لګولی چې په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو د انساني حقونو خلاف ورزي کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د چین په اړه ورستی امریکايي ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې تېره هفته امریکې په هیوسټن ښار کې د چین کونسلخانه وتړله چین د دې په ځواب کې په خپل چېنډو ښار کې د امریکې کونسلګري بنده کړه.

رویټرز خپل رپورټ کې وویل د امرېکی د خزانې وزارت سنکیانګ پروډکشن اېنډ کنسټرکشن نوې کمپنۍ او د دې په دوو چارواکو پابندۍ ولګولې او دوی یې په سنکیانګ کې د اقلیتونو په زورولو تورن کړل.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو په ضد د چین زور زیاتی د چین په تګلاره یو داغ دی.

چین په سنکیانګ کې د انساني خلاف ورزۍ الزامات ردوي او وايي هلته ویغور مسلمانانو ته هنري زدکړې ورکوي او چې د تندلاریتوب د مخنیوي دپاره ضروري دي.

امریکې د دې نه وړاندې هم د سنکیانګ په سر په چینايي مامورینو پابندۍ لګولي دي چې پکې په سنکیانګ کې د چین واک کمیونسټ ګوند تر ټولو اهم مشر هم شامل دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG