لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د چین په پينځو کمپنیانو د روس د پوځ د ملاتړ تور لګولی


د امریکا د صدر جوبايډن انتظاميې د چین پينځه کمپنيانې د کاروبار په په تور نوملړ کې شامل کړي دي په دغو کمپنيانو تور دی چې د روس د پوځ او دفاعي صنعت مرستې کوي.

رویټرز خبري ادارې ويلي د امریکې د کامرس/ سوداګرۍ محکمې دغه ګام د نهې/ سه شنبې په ورځ پورته کړی دی.

یادې محکمې ویلي د چین دغو کمپنيانو به د 24 فرورۍ د روس په اوکراين د يرغل نه وړاندې هم روسي کمپنيانو ته د اندېښنې وړ توکي ورکول او دغه کار يې وروسته هم جاري ساتلی دی.

ویل شوي له دې وړاندې هم 31 نورې کمپيانې تور نوملړ ته اچول شوي چې پکې د روس، متحده عرب اماراتو، ليتهوانیا، پاکستان، سنګاپور، برتانیې، ازبکستان او وېتنام کمپنۍ شامل دي.

خو د دې سره ویل شوي په 36 کمپنيانو کې 25 يواځې د چين دي.

د امریکې د صنعت د امنیت دپاره چارواکي [انډر سيکرټري] اېلن اېسټيويز ويلي، د نن دغه ګام د ټولې نړۍ د ادارو او کسانو دپاره يوه زورور پېغام دی چې څوک د روس ملاتړ کوي امریکا به یې پرې کوي.

په واشنګټن کې د چين سفارتخانې او په تور نوملړ کې شامل کړی شوو کمپنيانو په سمدستي ډول امریکايي ګام ته کوم غبرګون نه دی ويلی.

د کمپنيانو په تور نوملړ کې د اچولو مطلب دا دی چې امریکايي سپلايي کوونکي به دغو کمپنيانو ته د کوم څيز لېږلو وړاندې د سوداګرۍ د محکمې نه لايسنس اخلي.

امریکا او اتحاديان يې د روس صدر ولاديمير پيوټن ته په اوکراين د يرغل په سر سزا ورکوي، کوم يرغل چې روس ځانګړي پوځي عمليات بولي.

امریکا او اتحاديان يې په روس او د روس په کمپنيانو بندېزونه لګوي او په تور د سوداګرۍ په تور نوملړ کې يې اچوي.

امریکايي چارواکي وايي چې څوک هم که هر چرته وي چې د امریکا د قانون سرغړونه کوي په هدف کولی به شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG