د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي سعودي عرب ته یې د یو اشاریه یو دیرش ارب ډالرو پوځي سامان د خرڅولو سودا منظوره کړه.
د امریکې حکومت د بهرنیو هېوادونو سره د دفاعي همکارۍ ادارې ډیفنس کواپریشن ایجنسي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل سعودي عرب ته به د هووېټز نومې توپخانې الات او گڼ شمیر نور پوځي ساز او سامان ورکول کیږي.
بیان وویل په سعودي عرب د پوځي سامان خرڅولو د ټولې سودا مجموعي مالیت یو ارب اشاریه یودیرش بېلین (ارب) ډالر دی.
سعودي عرب په منځني ختېځ کې د وسلې تر ټولو لوې اخیستونکی هېواد دی او د اربونو ډالرو په لگښت د وسلې زیاتره برخه د امریکې او د یورپي هېوادونو نه اخلي.
د امریکې حکومت د بهرنیو هېوادونو سره د دفاعي همکارۍ ادارې ډیفنس کواپریشن ایجنسي په خپل بیان کې وویل سعودی عرب ته د وسلې خرڅون به د "مهم همکار" هېواد امنیت بهتر کولو کې کومک وکړي. بیان وايي سعودي عرب د منځني ختیځ په "سیاسي ثبات او اقتصادي" پرمختگ کې تر ټولو لوې کردارادا کړی دی.
د ادارې بیان وايي "سعودي عرب ته د الاتو (خرڅون) او امداد به په سیمه کې عسکري توازن بدل نه کړې."
سټیټ ډپارټمنټ سعودي عرب ته د وسلې سودا په داسې حال کې منظوره کړې صدر ډانلډ ټرمپ سعودي عرب سره تعلقات بهتر کړي او دواړه هېوادونو په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ مخه نیول غواړي.