لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د سفر په مهال به سعودي ولي عهد د صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني


تیر کال چې محمد بن سلمان د سعودي عرب ددفاع وزیر و د امریکې د سفر په مهال یې د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدلي وو
تیر کال چې محمد بن سلمان د سعودي عرب ددفاع وزیر و د امریکې د سفر په مهال یې د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدلي وو

د امرېکې په سفر د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به په وایټ هاوس کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني.

دغه غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د محمد بن سلمان امریکې ته د رارسیدو ورسته کیدونکي ده.

د وایټ هاوس یا د سپېنې ماڼۍ یو چارواکي ویلي د صدر ټرمپ او د شهزاده سلمان کتل د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې د پرمختگ ښه موقع ده. چارواکي وویل دواړه مشران به په سیمه کې د ایران "بې ثباتي" رامنځته کوونکو هلو ځلو په اړه هم خبرې کوي.

شهزاده سلمان په داسې حال کې د امریکې سفر کوي چې د سعودي عرب او د ایران په تعلقاتو کې تاوتریخوالی زیاتیدونکی دی.

صدر ټرمپ د سعودي عرب حمایت کوي او د ایران سره شوي د ایټمي معاهدې سخت مخالفت کوي، وايي د دې لوظنامې په ترڅ کې به ایران د ایټمي وسلو صلاحیت ترلاسه کړي

امریکې ته د رارسیدو وړاندې د سي بي ایس ټیلي وژن سره مرکه کې، شهزاده سلمان د ایران تر ټولو لوې مذهبي رهبر علي خامنه ای د هټلر سره تشبه کړې ده.

امریکايي ټیلې وژن سره مرکه کې شهزاده سلمان وویل که چېرې ایران ایټمي وسله جوړه کړه نو سعودي عرب به یې هم تیاروي.

سعودي ولي عهد په داسې حال کې هم د امریکې سفر کوي چې په خپل زاړه پاله هېواد کې یې د اصلاحاتو بهیر پېل کړی دی. د دغه اصلاحاتو ترمخه، سعودي مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت ورکړی شوی دی او په سعودي عرب کې اوس ښځې کولی شي چې د فټ بال مقابلې وگوري.

خو د سعودي اقتصاد ښه کولو او هېواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو دپاره د محمد بن سلمان گامونه د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کې د محمد بن سلمان په مشرۍ کې د ٢٠٠ ؤ نه زیات سعودي کاروباري شخصیات او مامورین ونیول شول. د ولې دا دریځ وو چې د نیول شوو کسانو خلاف د بډو رشوتونو د مخنیوي په لړ کې اقدامات شوي دي خو د ډیرو خلکو خیال دا و چې دا د هغه د مخالفینو لرې کولو چال و.

په یمن کې د جنگ په سر هم په ایم بي ایس یا محمد بن سلمان باندې نېوکې کیږي. په یمن کې امریکا پلوه سعودي ځواکونو د هوثي باغیانو خلاف بمباري پیل کړې ده. ایران د هوثیانو ملاتړ کوي. یمن کې جگړې انساني بحران پیدا کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG