لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي ولي عهد وايي د اختلافاتو باوجود امریکا او سعودي عرب د یو بل همکاران دي


خاشقجي په استنبول کې سعودي کونسلخانې ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لېدل شوی

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ويلي د تګلارې یا پالېسۍ د ځینو اختلافاتو باوجود امریکا او سعودي عرب د یو بل همکاران دي.

د سعودي عرب د خارجه تګلارې یا پالېسۍ په اړه خپل فکر وړاندې کولو په وخت محمد بن سلمان د نهې، سه شبنې، په ماښام په یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل سعودي عرب او د امریکې صدر جوبایډن حکومت په یو شمېر موضوعاتو اتفاق لري او د اختلافاتو په لرې کولو کار کوي.

محمد بن سلمان وویل مملکت یې د صدر بایډن د ۹۰ فیصد پالېسو سره متفق دی او د تفاهم د زیاتولو په اړه کار دوام لري. هغه وویل د اختلافاتو شرح یوازې ۱۰ فیصد ده. هغه زیاته کړه چې سعودي عرب او امریکا د تېرو ۸۰ کلونو راهسې د یو بل همکاران دي.

په ټېلې وژن مرکه کې محمد بن سلمان دا واضحه نکړه چې د امریکې او سعودي عرب ترمنځ د اختلافاتو موضوعات څه دي؟

د وي او ای رپورټ وايي د ریاض او واشنګټن په منځ کې د اختلاف یوه موضوع د انساني حقونو او په خصوصي توګه په کال ۲۰۱۸ کې په استنبول کې په سعودي کونسلخانه کې د خبریال جمال خاشقجي په وژل کېدو د امریکې تشویش دی.

یو امریکايي استخباراتي رپورټ محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې ذمه وار بللی دی. سعودي عرب دغه رپورټ رد کړی دی.

خاشقجي په استنبول کې سعودي کونسلخانې ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لېدل شوی.

د انسټېټیوټ اف پیس څېړونکی رابن رایټ وویل په شروع کې د صدر بایډن حکومت سعودي عرب سره تعلقاتو ته د ثانۍ اراده لرله خو د سیمې په ثبات کې د سعودي عرب د کردار انذازه هم لري. "تر څو د ایران او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی موجود وي تر هغې پورې به سعودي عرب اهم کردار ادا کوي."

په ټېلې وژن مرکه کې محمد بن سلمان د هغه په قول د ایران منفي اثراتو، د ایران اېټمي پروګرام، په سیمه کې د وسله والو ډلو سره د ایران د ملاتړ او د ایران د بېلېسټک مزایلو پروګرام ذکر وکړو. "د دې مسلو حل لټولو دپاره مونږ د خپلو همکارانو سره کار کوو."

محمد بن سلمان وویل د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو د سعودي عرب د امن تجویز رد کړی دی او د سعودي عرب دننه په غېرپوځي هدفونو په ډرون او د بېلېسټک مزایلو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG