لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر د مځني ختیځ ته د وړمبي سفر په مهال سعودی عرب ته رسیدلی


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپیو د سعودي هم منصب عادل الجبیر سره ویني
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپیو د سعودي هم منصب عادل الجبیر سره ویني

د امریکې نوی ټاکل شوی خارجه وزیر ماییک پامپیو د منځني ختیځ د وړمبي سفر په مهال سعودي عربستان ته رسیدلی دی. ویل کیږي پامپیو ایران ته د اېمټي پروگرام په سر سزا ورکولو دپاره د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو په غرض د منځني ختیځ په سفر دی.

مایک پامپیو په سعودي عرب او په ګاونډې ملکونو باندې زور راوړی چې د قطر سره د ډېر وخت راهسې روانې خپلې مسلې حل کړي. د امریکاي چارواکو په وینا د قطر د شخړې نه ایران د یمن او شام په شمول په سیمه کې د خپل اثر زیاتولو لپاره ګټې پورته کوي.

مایک پامپیو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ریاض ښار کې د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز سره ولیدل. د سعودي عرب ترڅنګ بحرین ، مصر او متحده عرب امارات په وروستیو کې د قطر سره تعلقات د تاو تریخوالي ښکار شوي. امریکې د سعودي عرب او قطر ترمنځ په کړکیچنو اړیکومایوسي څرگنده کړې ده. واشنگټن په منځنې ختیز کې د ایران د اثر مخه نیول غواړي.

سعودي عرب ته د مایک پامپیو دسفر شروع کیدو لږ ساعت وروسته د ایران په مرسته د یمن هوثي یاغیانو د سعودي عرب په سویلي ښار جزان باندې میزایلې ویشتلي چې پکې یو تن وژلی شوي او د ایران لخوا زیاتیدونکو دهړکو په اړه يې د امریکاي چارواکو ادعاو ته اهمیت ورکړی.

د مایک پامپیو سره په سفر د خارجه وزارت اعلا چارواکو په ایران تورلګولی چې د یمن هوثي یاغیانو ته په پټه میزایل ورکوي. ایران د شام صدر بشرالاسد ته هم مهمې مرستې ورکوي.

د سعودي عرب خارجه وزیرعادل الجبیر سره ملاقات په وخت خبریالانو ته په مختصر وینا کې پامپیو وویل ایران دغه ټوله سیمه بې ثباته کوي. نوموړي د قطر نوم نه اخستو په وخت د خلیج ملکونو په اتحاد زور راوړو.

الجبیر په دغه موقع وویل سعودي عرب د ایران خلاف د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د تګلارې او د ایران سره نیوکلیاي تړون په شر طونو بیا غور کولو مرسته کوي.

د امریکې اعلا چارواکو دنوم نه ښکاره کولوپه شرط میډیا ته ویلي مایک پامپیو به سعودي مشرانو ته په ډاګه کوي چې د قطر سره خپل اختلافونه په هرحال کې ختم کړي.

د امریکې پخواني خارجه وزیر ریکس ټیلرسن په مرسته د کویت په منځګړتوب د سعودي عرب او قطر ترمنځ خبرې اترې دناکامۍ سره مخ شوې وې.

د خارجه وزیر مایک پامپیو سره په سفر د نوموړي مشرصلاح کار براین هوک په یورپې اتحاديانو او نورو ملکونو باندې غږ کړی چې د ایران میزایل پروګرام کمزوري کولولپاره په دغه هیواد بندیزونه اولګوي.

براین هوک په ریاض ښار کې خبریالانو ته ویلي دوي د ټولې نړۍ په ملکونوباندې زور راوړي چې د ایران میزایل پروګرام سره تړلي خلکو او ادارو باندې بندیزونه اولګوي. نوموړي ویلي د یورپې اتحادي ملکونو مشرانو سره د ایران نیوکلیاي او میزایل پروګرام په سر بحث د خبرو غټه برخه وه.

مایک پامپیو به د خپل درې ورځنې سفر په وخت د سعودي عرب وروستو اسراییل او اردن ته ځي چرته چې به هغه امریکاي اتحادیان د ایران په اړه د ډانلډ ټرمپ انتظاميي د تګلارې نه خبروي.

نوموړي د جمعې په ورځ ویلي وو تراوسه د ټرمپ انتظامي دا فیصله نه ده کړې چې د ایران سره شوي نیوکلیاي تړون نه ځان اوباسي اوکه نه او زیاته کې د ایران په نیوکلیاي تړون باندې خبرې اترې روانې دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره د میي میاشت دولسمې نېټې پورې وخت شته دی چې د ایران نیوکلیاي پروګرام په اړه شوي نړیوال تړون کې د پاتې کیدو او یا ددې نه د وتو فیصله وکړي. امکان څرګندیږي د یورپي اتحادي ملکونو لخوا د ایران نیوکلیاي تړون کې د پاتې کیدو لپاره د زیات دباو باوجود ډانلډ ټرمپ ددغه تړون نه د وتو فیصله وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG