لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دا هفته د امریکې سفر کوي


صدر ډانلډ ټرمپ او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
صدر ډانلډ ټرمپ او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

د ایران سره په تعلقاتو کې د زیاتیدونکې تاوتریخوالي په مهال د سعود‏ي عرب ولي عهد محمد بن سلمان دا هفته د امریکې سفر کوي.

ټاکل شوې ده چې محمد بن سلمان به د نهې په ورځ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني.

صدر ټرمپ د سعودي عرب حمایت کوي او د ایران سره شوي د ایټمي معاهدې سخت مخالفت کوي، وايي د دې لوظنامې په ترڅ کې به ایران د ایټمي وسلو صلاحیت ترلاسه کړي.

امریکې ته د رارسیدو وړاندې د سي بي ایس ټیلي وژن سره مرکه کې، شهزاده سلمان د ایران تر ټولو لوې مذهبي رهبر علي خامنه ای د هټلر سره تشبه کړې ده.

امریکايي ټیلې وژن سره مرکه کې شهزاده سلمان وویل که چېرې ایران ایټمي وسله جوړه کړه نو سعودي عرب به یې هم تیاروي.

سعودي ولي عهد په داسې حال کې هم د امریکې سفر کوي چې په خپل زاړه پاله هېواد کې یې د اصلاحاتو بهیر پېل کړی دی. د دغه اصلاحاتو ترمخه، سعودي مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت ورکړی شوی دی او په سعودي عرب کې اوس ښځې کولی شي چې د فټ بال مقابلې وگوري.

خو د سعودي اقتصاد ښه کولو او هېواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو دپاره د محمد بن سلمان گامونه د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کې د محمد بن سلمان په مشرۍ کې د ٢٠٠ ؤ نه زیات سعودي کاروباري شخصیات او مامورین ونیول شول. د ولې دا دریځ وو چې د نیول شوو کسانو خلاف د بډو رشوتونو د مخنیوي په لړ کې اقدامات شوي دي خو د ډیرو خلکو خیال دا و چې دا د هغه د مخالفینو لرې کولو چال و.

په یمن کې د جنگ په سر هم په ایم بي ایس یا محمد بن سلمان باندې نېوکې کیږي. په یمن کې امریکا پلوه سعودي ځواکونو د هوثي باغیانو خلاف بمباري پیل کړې ده. ایران د هوثیانو ملاتړ کوي. یمن کې جگړې انساني بحران پیدا کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG