لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ماسکو کې د افغانستان په موضوع غونډه کې شرکت نه کوي


نېډ پرایس
نېډ پرایس

روس د افغانستان په موضوع په ماسکو کې د غونډې انتظام کړی دی چې طالبانو پکې د ګډون تصدیق کړی خو د امریکې خارجه وزارت ویلي امریکا به په دغه ناسته کې شرکت نه کوي.

په ماسکو کې غونډه د شورو، چهارشنبې، په کېدوونکي ده او د طالبانو ترڅنګ، چین، پاکستان، هندوستان او ځینو نورو ملکونو ته پکې د شرکت بلنه ورکړی شوي ده.

د وي او ای اشنا څانګه وايي د ماسکو په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري به د طالبانو نایب وزیراعظم عبدالسلام حنفي کوي.

د وي او ای اشنا څانګه وايي د طالبانو امید دی چې د ماسکو په غونډه کې به د افغانستان په سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وشي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امریکا د انتظامي معاملو په سبب د ماسکو په غونډه کې شرکت نشي کولی.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس وویل د ماسکو د دې هفتې په غونډه کې امریکا برخه نه اخلي خو په اینده کې به داسې ډول غونډې ته سترګې په لاره وي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نېډ پرایس نه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا د ماسکو د خبرو ملاتړ کوي، نو هغه وویل "هو مونږ یې (ملاتړ) کوو."

ماسکو د مارچ په میاشت کې هم د افغانستان په اړه د غونډې کوربتوب کړی و. د دغې غونډې په موقع روس، امریکې، چین او پاکستان یو مشترکه بیان جاري کړی و چې هغه وخت په جنګ کې د ښکیلو فریقېنو افغان حکومت او په طالبانو یې غږ کړی و چې سوله دې وکړي او تشدد دې ختم کړي.

رویټرز وايي د مارچ په میاشت کې د ماسکو د غونډې وروسته راهسې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي دي، د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني حکومت نسکور شوی او طالبان بیا د افغانستان واکمن شوي دي.

رویټرز وايي په داسې حال کې چې افغانستان د اقتصادي او معاشي بحران سره مخامخ دی مغربي ملکونه د دې مشکل سره مخامخ دي چې څنګه د افغانستان سره مرسته وکړي خو چې د دې معنا دا نه وي چې طالبان یې په رسمي ډول تسلیم کړي دي.

د وي او ای اشنا څانګه وايي افغان سیاسي څېړونکي ګڼي چې د ماسکو غونډه طالبانو دپاره یوه موقع برابروي چې خپل نظر دنیا ته وړاندې کړي او دنیا په ځینو مسلو د طالبانو د خبرو نه خبر شي. خو څېړونکي ګڼي چې د ماسکو ناسته په رسمي ډول د تسلیمېدو په لړ کې د طالبانو مرسته نشي کولی.

د طالبانو د تسلموولو په اړه د روس خارجه وزیر سرګی لاورو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ترڅو طالبانو خپل لوظونه نوي پوره کړي، ماسکو به یې تسلیم نکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه لاو رو وویل طالبانو یو شمېر لوظونه کړي دي چې پکې په خصوصي توګه داسیاسي لوظ هم شامل دی چې په خپل حکومت کې به نورو قومونو ته نمایندګي ورکوي او ټول شموله حکومت به جوړوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

طالبان وايي په موقتي کابینه کې یې د افغانستان ټول قومونه نمایندګي لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG