لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا سپريم کوټ د یو شمېر اسلامي هېوادونو په وگړو سفري بنديزونه منظور کړل


په امريکا کې دمسلمانانو دحقونو سازمان ، کونسل آن امريکن اسلامک ريلېشنز وياند ويلي، د سپريم کورت دغه فېصله ددې خبرې يادګېرنه ده چې په امريکه کې دمسلمانانو سره د صدرټرمپ د انتظاميې امتيازي سلوک په ترڅ کې به دوي يواځې په عدالتونو ملا نه تړي
په امريکا کې دمسلمانانو دحقونو سازمان ، کونسل آن امريکن اسلامک ريلېشنز وياند ويلي، د سپريم کورت دغه فېصله ددې خبرې يادګېرنه ده چې په امريکه کې دمسلمانانو سره د صدرټرمپ د انتظاميې امتيازي سلوک په ترڅ کې به دوي يواځې په عدالتونو ملا نه تړي

د امريکې سپريم کورټ د يوشمېر هېوادونو په وګړو د صدرټرمپ سفري بنديز عملي کړی، په دغو هېوادونو کې اکثريت د اسلامي هېوادونو دی.

د سپريم کوټ په نهو قاضيانو ( ججانو) کې صرف دواو د صدر ټرمپ په بنديز د عمل نه کولو په حق کې فېصله ورکړې .

په امريکا کې دمسلمانانو دحقونو سازمان ، کونسل آن امريکن اسلامک ريلېشنز وياند ويلي، د سپريم کورت دغه فېصله ددې خبرې يادګېرنه ده چې په امريکه کې دمسلمانانو سره د صدرټرمپ د انتظاميې امتيازي سلوک په ترڅ کې به دوي يواځې په عدالتونو ملا نه تړي.

د امريکې په مېري لېنډ او هوايي رياستونو کې وړو عدالتونو د وړاندې نه دصدر ټرمپ دغه سفري بنديز عملي کول په عارضي ډول ځنډولي دي.

هر څه که په امريکه کې په څو رياستونو کې واړه عدالتونه لا اوس هم د صدر ټرمپ ددغې امر عملي کولو په ضد دي خو رپورټونه وايي داسې بريښي د سپريم کوټ ورستۍ فېصله د صدر ټرمپ لپاره يوه لويه قانوني ګټه ده.

سپريم کوټ د خپلې فېصلې په اړه وجوهات نه دي ورکړي خو په دې سلا دی چې د صدر ټرمپ د سفري بنديز په ضد يا ددې په حق کې به نور دلاېل هم اوري، ترڅو چې په رياستونو کې عدالتونو په سفري بنديزونو فېصله نه وي ورکړې.

د صدر ټرمپ لخوا دريم سفري بنديز د اتو (۸) هېوادونو په وګړو امريکا ته په راتګ لګول شوی ، دغه اته (۸) هېوادونه چاډ، ايران، لېبيا، شمالي کوريا، صوماليه، شام، وېنزوېلا،او یمن دي، په دغو هېوادنو کې په شپږو کې دمسلمانانو اکثريت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG