لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنېټر جان مکېن د افغانستان، د پاکستان او د شمالي وزیرستان هم سفر کړی و


د سنېټرجان مکېن په مشرۍ کې د امریکېد سنېټرانو یوې ډلې په کال ٢٠١٦ کې د شمالي وزیرستان دوره وکړه. دا عکس په مېران شاه کې اخیستل شوی دی
د سنېټرجان مکېن په مشرۍ کې د امریکېد سنېټرانو یوې ډلې په کال ٢٠١٦ کې د شمالي وزیرستان دوره وکړه. دا عکس په مېران شاه کې اخیستل شوی دی

افغان او پاکستاني مامورینو د امریکايي سنېټر جان مکېن په مرگ خفگان او غمرازي کړې ده.

سنېټر جان مکېن، پخوانی پوځي او د امریکې د سنېټ د پوځي چارو کمېټۍ مشر، د ٨١ کلونو په عمر کې یې د خالي، شنبې، په ورځ د کېنسر د مرض دلاسه ساه ورکړه.

د سنېټر مکېن په مرگ د افغانستان صدر اشرف غني د هغه کورنۍ او ملگرو سره غمرازي وکړه او وې یې ویل هغه د افغانستان یو "عظیم ملگري" و. صدر غني وویل "مونږ به د افغانستان د بیا رغونې دپاره د (جان مکېن) ملاتړ او ژمنه یاده ساتوو."

د پاکستان د سفر په مهال سنېټر جان مکېن د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف سر لېدلي وو
د پاکستان د سفر په مهال سنېټر جان مکېن د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف سر لېدلي وو

د افغانستان اجرايي ریئس عبدالله عبدالله هم د جان مکېن په مرگ د خفگان څرگندونه وکړه.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په خپل بیان کې وویل د امریکې په پوځ کې او د سیاستدان په توگه سنېټر جان مکېن د امریکايي ولس دپاره د ستاینې وړ خدمات ترسره کړې دي.

شاه محمود قریشي وویل د امریکايي سنېټ د پوځي چارو د کمیټۍ د مشر په توگه جان مکېن "په سیمه کې د امن او ثبات دپاره همیشه د پاکستان او د امریکې د مضبوطو تعلقاتو حمایت کولو."

سنېټر جان مکېن په کال ٢٠١٦ کې د پاکستان د سفر په مهال شمالي وزیرستان ته ورغلی و او په بدرگه کې ورسره تللي د پاکستاني پوځي مامورینو سره یې د سیمې په حالاتو خبرې کړې وې.

د پاکستان د سفر په مهال سنېټرجان مکېن د خپلې ډلې په مشرۍ کې د پاکستاني پوځي مامورینو سره هم خبرې وکړې. جنرل راحیل شریف دغه وخت د پاکستان د پوځ مشر و
د پاکستان د سفر په مهال سنېټرجان مکېن د خپلې ډلې په مشرۍ کې د پاکستاني پوځي مامورینو سره هم خبرې وکړې. جنرل راحیل شریف دغه وخت د پاکستان د پوځ مشر و

پاکستان ته په دغه سفر د ورتگ نه وړاندې مکېن افغانستان ته هم تللی و او په هېواد کې یې د امن په موضوع د افغان مامورینو سره خبرې کړې وې.

د وزیرستان د سفر په مهال ورسره پاکستاني مامورینو ژمنه وکړه چې خاوره یې د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږی.

د افغان مامورینو سره خبرو کې د جان مکېن دریځ وو چې طالبانو ترهغه وخت پورې په اخلاص د خبرو په مېز نه کښني ترڅو چې دوي د جنگ په مېدان ماتی نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG