لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا سېنټ د ټرمپ لخوا نومول شوې ججې اېمي بېرېت منظوري ورکړه


د امریکا سېنټ د ګل په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د سپریم کورټ د قاضي په حیث د اېمي کوني بېرېټ منظوري ورکړې. د اېمي بېرېټ په حق کې ۵۲ او مخالفت کې ۴۸ رایې اچول شوي.

د امریکا مېین ایالت نه د رېپبلکن ګوند سېنېټرې سوزین کولېنز د ایمي بېرېټ پرضد د ډیموکرېټ ګوند په ډله کې رایې ورکړې.

کولېنز ویلي، راروانه اونې کیدونکې صدارتي ټاکنې وړاندې د بېرېټ د منظورۍ په حق کې رایې یا ووټ نه شي ورکولی.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په تیرو ۱۵۰ کالو کې د امریکا سپریم کورټ کوم جج داسې ټاکنه نه ده شوې چې د مخالفه یا اقلیتي ډلې لخوا یې هیڅ یوه رایې نه وي اخستې.‌ د امریکا د سپریم کورټ د نهه غړو په ډله کې به اېمي بېرېټ دریمه قاضي وي چې د صدر ټرمپ لخوا نومول شوې.‌

تمه ده د امریکا سپریم کورټ قاضي کلېرنس تهامس د ګل/ دوشنبې په شپه د بېرېټ نه لوړه / حلف واخلي.

په امریکا کې ډیموکرېټان دریځ لري، د سپریم کورټ د ججې انتخاب صدارتي ټاکنې ګټونکې کاندید ته پرېښودل شوې وې. هم دغه شان دریځ ریپبلکن ګوند هم په کال ۲۰۱۶م کې لرلو کله چې په امریکا کې صدراتي انتخابات کیدل.

په هغه وخت ریپبلکن ګوند د ډیموکرېټ ګوند صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې لخوا نومول شوې یو قاضي د انتخاب نه انکار کړی وو.‌ په سېنټ کې د اکثریت ډلې مشر مچ مککونل د اتوار به ورځ د اېمي بېرېټ د منظورې د قرار داد په وخت ویلي وو ٫٫ سېنټ سم کار کوي. مونږ دغه منظوري وړاندې بیایو.٬٬

د ای پي خبري ادارې ترمخه د ماسيچیوسټ ایالت نه د ډیموکرېټ ګوند سېنېټرې اېلزبت وارن په سېنټ کې دغه رایې (ووټنګ) ٫٫ غیرقانوني٬٬ او ٫٫ د یو مایوسه ګوند اخیرۍ سلګۍ٬٬ بللې.

امکان دی اېمي بېرېټ انتخابي لانجې په پام کې ونیسي چې ټرمپ پکې هم شامل دی. که څه هم دا لا نه ده په ډاګه هغه به ځان څنګه د دې نه په ډډه وساتي ځکه هغه ټرمپ نومولې.‌

دوه اونۍ وړاندې د امریکا سېنټ عدالتي کمېټۍ کې د یوې اورونې په مهال اېمي بېرېټ په دغې اړه د څه ویلو نه ډډه کړې وه. خو دا خبره پخه ده چې بېرېټ به د نومبر په ۱۰مه نېټه په هغه ججانو کې شامله وي چې د صحت کم بېعه/ ارزانې بیمې د اېکټ یا قانون ختمولو فیصله به کوي. صدر ټرمپ د دغه قانون د ختمولو کوشش کوي.‌

دغه قانون چې په ابامه کېر پیژندل کیږي په کال ۲۰۱۰م کې پخواني صدر بارک اباما منظور کړی وو. د دغې لاندې په مېلینونو امریکایانو ته په صحي پاملرنه کې مرستې ورکوي. په امریکا کې د کرونا وایرس زیاتیدونکي پېښو وروسته د دغه قانون راتلونکی د ډیرو امریکایانو لپاره د اندېښنې خبره ده.

ریپبلکن ګوند غړي د اوږدې مودې راهسې دا خبره کوي چې اباما کېر د عامو امریکایانو ډیر مصرف کوي او حکومت ته د صحت په نظام زیات کنټرول ورکوي.

XS
SM
MD
LG