لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنټ د هېواد د دفاع وزیر په حېث د لاییډ اسټېن تقرري منظور کړه

په سېنټ کې د ووټ نه پس لاييډ اسټن په ټوېټر خپل پبغام کې وویل د ملک د ۲۸ دفاع وزیر په توګه خدمات ترسره کول د هغه دپاره اعزاز دی. "زه په خصوصي توګه هم فخر کوم چې دا چوکۍ ترلاسه کوونکی لومړی افریقنی امریکايي یم." 

د امریکې سېڼت د دفاع وزیر په توګه د پخواني جرنېل لاییډ اسټن تقرري منظوره کړه. هغه د امریکې په تاریخ کې لومړی تورپوستی یا افریقايي امریکنی دی چې دغه چوکۍ یې ترلاسه کړه.

په سېنټ کې لاییډ اسټن په نامزدګۍ بحث کې هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د امن په لړ کې به د پاکستان سره همکاري کوي خو په پاکستان به فشار هم زیاتوي چې خپله خاوره د ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته پرې نږدي.

نوي صدر جوبایډن ښاغلی اسټن خپله کابېنه کې د دفاع وزارت دپاره نامزد کړی و.

د کانګرس ایوان بالا یا سېنټ د جمعې په ورځ د دوو په مقابله کې په ۹۳ ووټونو د لاييډ اسټن د تقررۍ منظوري ورکړه. هغه به لومړی افریقايي امریکنی وي چې د پېنټګان یا دفاع وزارت مشري به کوي.

په سېنټ کې د ووټ نه پس لاييډ اسټن په ټوېټر خپل پبغام کې وویل د ملک د ۲۸ دفاع وزیر په توګه خدمات ترسره کول د هغه دپاره اعزاز دی. "زه په خصوصي توګه هم فخر کوم چې دا چوکۍ ترلاسه کوونکی لومړی افریقنی امریکايي یم."

په سېنټ کې د ووټ نه ۲۴ ګنټې وړاندې کانګرس لاییډ اسټن ته د هغه قانون نه استثنا ورکړه چې پوځي چارواکی د دندې نه ریټایر کېدو پس اووه کاله غیرپوځي چوکۍ نشی ترلاسه کولی. لاییډ اسټن د منځني ختیځ او جنوبي اېشیا دپاره د امریکايي پوځ کمانډر و.

په سېنټ کې د هغه په نامزدګۍ بحث کې لاییډ اسټن ویلي د جوبایډن انتظامیه به پاکستان ته په افغانستان د سولې پروسه کې د یو مهم ملګري په توګه ګوري

د سېنټ د ځواکونو کمټې ته خبرو کې لاییډ اسټن ویلي پاکستان افغانستان کې مهم کردار لوبولی شي او القاعده او داعش خراسان ته ماتې ورکولو او د سیمې ثبات ته د ودې ورکولو د پاره امریکا د پاکستان سره کار ته اړتیا لري

هغه داهم ویلي چې پاکستان یو خپلواکه هیواد دی خو فشار به پرې راوړل کیږي چې خپله ځمکه د تندروه ډلو پټنځایونو جوړیدو اؤ دترهګرۍ دمقصدونو دپاره کارؤل کیدو ته پرې نه ږدي.

جنرل اسټن وایي پاکستان او امریکا به ګډو ګټو ته پام راګرځوي چې پکې د پاکستاني ځواکونو دمشرانو تربیه هم شامله ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG