د امریکې د سېنټ د غړو یوې ډلې د روس او شمالي کوریا په زیاتېدونکي پوځي همکارۍ د تشویش اظهار کړی او وېلي يې دي چې د روس او شمالي کوریا همکاري د دې خبرې ضرورت زیاتوي چې امریکا اوکراین سره مرسته دوامدار وساتي.
د وي او ای کوریا څانګې د خبریال جېون لي سره د جمعې په ورځ مرکو کې د کانګرس غړو وویل د روس او شمالي کوریا ترمنځ همکاري د دواړو ملکونو مرسته کولی شي چې خپلو پوځي صلاحیتونو کې پرمختګ وکړي.
د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر کرېس کونز وویل تشویش لري چې د شمالي کوریا توپخانې په یو حساس وخت کې د روس مرستې ته ورغلي دي او د شمالي کوریا د بېلېسټېک مزایلو په مرسته روس په اوکراین کې د ملکي خلکو په هدفونو "وحشیانه" حملې کوي.
د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر پیټ رېکېټس وویل د شمالي کوریا او د روس د تعلق معنا دا ده چې امریکا د اوکراین سره اضافي مالي مرسته وکړي.
سېنېټر رېکېټس وویل امریکې ته دا یقیني کول پکار دي چې د خپل اتحادي اوکراین ملاتړ جاري وساتي او دا یقیني کړي چې د جنګېدو دپاره د اوکراین ځواکونه د ضرورت وسلې ولري.
د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر ټېم کېن وویل د روس او شمالي کوریا او د ایران او د چین د یو بل ته نږدې کېدل دا ښيي چې د امریکې حریفان د یوالي په طاقت پوهېږي.
سېنېټر کېن وویل په روایتي توګه نورو ملکونو سره اتحادونه د امریکې طاقت پاتې شوی دی او اوس چین، روس، ایران او د شمالي کوریا په شان ملکونه هم پوهېږي چې په دې کې ګټه ده نو ځکه یو بل ته نږدې کېږي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر کرېس وان هالن وویل روس ته د شمالي کوریا د وسلو د رسد مطلب دا دی چې کانګرس ګام پورته کړي او اوکراین سره د اضافي امداد قانوني مسوده منظوره کړي. دغه مسوده د کانګرس غړو د خپل منځو سیاسي اختلافاتو په سبب د ځنډ سره مخامخ شوې ده.
Forum