لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په سفر امریکايي سینټرانو په افغانستان او ترهګرۍ خبرې کړي


د امریکا پیژندلو سینټرانو یوې ډلې چې مشري يې سینټر جان میکین کوي د اتوار په ورځ د پاکستان سفر کړی او د یو شمیر حکومتي او پوځي چارواکو سره د ترهګرۍ پرضد مبارزې، دوه اړخیزه اړیکو او په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه يې خبرې کړي.

دا سفر په داسې مهال کیږي چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د افغانستان جګړې په اړه نوې پالیسي تیاروي کومه چې امکان دی روانه میاشت اعلان شي. امریکا په پاکستان تور لګوي په خپله ښاوره يې هغه طالبانو او ترهګرو ډلو له پناه ځایونه ورکړي څوک چې په افغانستان کې جګړې او بد امنۍ له دوام ورکوي.

په خپل سفر کې امریکايي سینټرانو د پاکستان وزیراعظم د خارجه چارو سلاحکار سرتاج عزیز په شمول یو شمیر چارواکو سره اوږدې خبرې کړي.

د پاکستان خارجه دفتر لخوا خپور شوی یو بیان وايي ښاغلي سرتاج عزیز امریکايي سینټرانو ته د پاکستان په امنیت، د ترهګرۍ پرضد د پاکستان کامیابیو، او په پوځي عملیاتو کې د ترهګرو ځالې ختمولو په اړه تفصیلات ورکړي.

په دغه مهال ښاغلي سرتاج عزیز امریکايي سینټرانو ته ویلي پاکستان په افغانستان کې امنیت او ثبات لپاره د امریکا سره ګټه وره همکاريغواړي. د پاکستان خارجه وزارت دغه بیان زیاتوي اسلام اباد دې ته تیار دی په سیمه کې د داعش او نورو ترهګرو مخه نیولو لپاره واشنګټن سره مضبوطه همکاري وکړي. د بیان تر مخه سینټر جان مکین څوک چې د امریکا سینټ د استخباراتي کمیټۍ مشري کوي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ او مرستې ستایلي او د امریکا او پاکستان همکارۍ په اهمیت يې هم خبرې کړي.

د امریکايي سینټرانو دغه ډلې وروستو بیا د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په راولپنډۍ ښار کې په پوځي هیډ کوارټر کې هم لیده کاته کړي.

د پاکستان د پوځ لخوا خپور شوي یو بیان وايي دواړه خواوو د پاکستان او افغانستان تر مینځه همکارۍ او امنیتي مرستو په اهمیت رضامندي ښودلې.

د امریکايي سینټرانو په ډله کې سینټر لینډسي ګراهم، سینټر الیزبت وارن، سینټر ډیوډ پرډیو او سینټر شیلډن واېټ هاوس هم شامل وو.

امریکا او غربي هیوادونه تل په پاکستان تور لګوي چې دوي د افغان طالبانو او حقاني ډلې مرستې کوي او دغه تورونه تل د پاکستان او امریکا د ترمینځه د تاو تریخوالي لوې سبب وي.

هم دغه تورونو د اسلام اباد او کابل تر مینځه اړیکې هم پیچلي. کابل هم وخت په وخت په اسلام اباد دغه تورونه لګوي خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG