امریکا د ترکي او شام زلزله ځپلو د مرستو لپاره د اضافي ۱۰۰ مېلینه ډالرو مرستو لیږلو اعلان کړی چې په دواړه هیوادونو کې د بې کوره شوو مېلینونو خلکو مرستې وکړي.
د ترکي او شام په دغه ویجاړونکې زلزله کې د ۴۶۰۰۰ نه زیات خلک مړه شوي.
د دغه اضافي مرستو سره به د امریکا لخوا اعلان شوی ټول امداد ۱۸۵ مېلینه ډالره ته ورسیږي کوم چې به نړیوالو ادارو او هغه غیر دولتي ادارو ته ورکول کیږي چې دا مهال په ترکي او شام کې امدادي کارونه او د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو سېکتر انتوني بلېنکن ویلي، دغه نوي مرستو کې به د خوراکي مرستو ترڅنګ ، خېمې، ګرمې جامې کمبلې او د پناه ځایونو لپاره پکار سامانونه اغیزمنو خلکو ته رسول کیږي.
د دې ترڅنګ د ناروغیو نه د بچ کیدو لپاره پکار صححي سامانونه، دوایانې، پاکې اوبه او په اغیزمنو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو اسانتیاوې پېدا کول هم شامل دي.
انتوني بلنکن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د ترکي سفر کړی او د ترکي د خارجه چارو وزیر سره یې په هیلي کاپټر د زلزله ځپلو سیمو سفر کړی.
تمه ده چې ښاغلی بلنکن به نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د ترکي صدر رجب طېب اردوان سره هم ملاقات کوي.