لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د عارضي بندر جوړولو لپاره د سامان ډکه امریکايي کشتۍ غزه ته روانه شوې


د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې تر مخه د امریکايي پوځ یوه لویه کشتۍ چې په غزه کې د عارضي بندر جوړولو لپاره دسامانونو ډکه ده، په بحیره روم غزه ته روانه ده. دغه بیړۍ د امریکا صدر جو باېډن لخوا غزه ته د امدادي سامان رسولو لپاره د پلان اعلانونولو درې ورځې وروسته روانه شوې.

د دغه سمندري لار تر څنګ د امریکا، اردن او نورو هیوادونو لخوا غزه ته د هوايي جهازونو نه د امدادي سامانولو لیږل دغلته د بشري مرستو بد حال ښايي، چرته چې په سلګونو زره فلسطینیان د لوږې سره مخ دي.

اسرایل په سمندر د دغه امدادي سامان رسولو هرکلی کړی خو دا یې هم ویلي چې غزه ته تلونکی ټول سامان به په ساېپرس کې معاینه کوي. د تیرو پینځو میاشتو نه غزه ته تلونکو امدادي ټرکونو شمېره د جګړې نه مخې امدادي ټرکونو په پرتله ډېره کمه ده. د جګړې نه مخکې به غزه ته هره ورځ ۵۰۰ ټرکونه داخلیدل خو د جګړې وروسته د امنیتي اندېښنوو له سببه دغه شمېره کمه شوې ده.

بل اړخ ته د امریکا صدر جو باېډن په ولسي کچه د اسرایل په وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو نیوکې سېوا کړي او تازه یې ویلي چې هغه ګڼي بنجمن نیتن یاهو د حماس پرضد روانه جګړه شپږمې میاشتې ته رسولو د ٫٫ اسرایل د مرستې پرځاې اسرایل نور تاواني کوي.٬٬

تېره ورځ (خالي/ شنبې) د امریکا اېم اېس اېن بي سي ټي وي سره د خبرو په وخت صدر باېډن د اکتوبر ۷مې د برید وروسته د حماس پرضد د اسرایل د ګامونو حمایت وکړو. خو دا یې هم زیاته کړه چې نیتن یاهو دې ٫٫ په دغه عملیاتو کې د بې ګناه خلکو وژنو ته نور پام وګرځوي،٬ نوموړي زیاته کړې چې تاسو دېرش زره نور فلسطینیان نه شۍ وژلی.

خو په غزه کې د عامو خلکو مرګ ژوبلې هم هغه شان روانې دي.

د فلسطین د سېول ډیفنس محکمې چارواکو ویلي، تیره شپه د غزه په یو کول د اسرایل هوايي بریدونو کې لږ تر لږه نهه فلسطینیان وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي. د محکمې لخوا خپرو شوو ویډیو ګانو کې ښودل شوي چې امدادي کارکونکي د تباه شوي کور د ملبې نه ژوبل کسان او مړي راوباسي. یو امدادي کارکونکی پکې بیا د یو ماشوم د مړي اوچتولو په وخت هم ښودل شوی.

د غزه د نورو برخو نه بیا د اتوار/ یکشنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ کسانو مړي د دارالبلح مرکزي روغتون ته راوړل شوي. د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د یو خبریال تر مخه د دغه مړو خپلوانو ویلي، دغه کسان په خان یونس کې په یوه خیمه کې وو او د اسرایل د پوځ لخوا په ډزو کې وژل شوي.

اسرایل د جنګ په ورځو کې په داسې قسمه حادثو کومه خبره نه کوي. خو وړاندې یې حماس وسله واله ډله د عامو خلکو د وژنو ذمه واره ګرځولې ځکه چې د ډلې وسله وال د عامو خلکو د اوسیدو د ځاېونو نه بریدونه کوي.

په غزه کې د صحت وزارت د خالي/ شنبې په ورځ ویلي وو چې د تازه جګړې شورو کیدو راپه دیخوا لږ تر لږه 30960 فلسطینیان وژل شوي. وزارت د عامو خلکو او جنګیدونکي وسله والو جدا جدا شمېرې نه ښایي خو دا زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې کې په دریو کې دوه برخې ماشومان او ښځې دي. د صحت دغه وزارت د حماس ډلې لخوا چلیدونکي حکومت لاندې کار کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG