لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په شمالي کېرولاینا ریاست کې پولیس وايي په ډزو کې دوه کسان وژل شوي


د خالي، شنبې، په شپه د امریکې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې یو تن په ډزو ووژل شو او ۱۱ نور زخمیان شول
د خالي، شنبې، په شپه د امریکې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې یو تن په ډزو ووژل شو او ۱۱ نور زخمیان شول

د امریکې د نارت کېرولاینا یا شمالي کېرولاینه ریاست تر ټولو لوې ښار چارلټ مېکلنبرګ کې پولیس ویلي په ډزو دوه کسان وژل شوي دي او اووه نور زخمیان دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د ښار د پولیس نایب مشر جاني جېنګز خبریالانو د ګل، دوشنبې، په ورځ‌ سحر وختي خبریالانو ته وویل د ډزو د پېښې وروسته پنځه کسان موټرو ووهل.

پولیس د ښار دغې برخې ته پس له دې اطلاع ورغلي وو چې یوې لاروي موټر وهلی دیږ پولیس ولېدل چې په لارو کوڅو کې د سلګونو په شمېر کې کسان موجود وو.

پولیس افسر جاني جېنګز وویل داسې معلومېږي چې چې د ډزو په پېښه کې د یو نا زیات وسله وال ککړ دي.

د ای پي د رپورټ نه دا نه معلومېږي چې د چارلټ مېکلنبرګ د ډزو په پېښه کې وژل شوي او زخمیان کسان څوک دي.

د پېښې په اړه دا ای پي دا لومړنی رپورټ و او وي او ای ډیوه رپورټ به د نورو معلوماتو راتلو سره تفصیلات دلته شریکوي.

د خالي، شنبې، په شپه د امریکې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې یو تن په ډزو ووژل شو او ۱۱ نور زخمیان شول. پولیس وايي د ډزو په پېښه کې د ککړ تن لټون کوي او وفاقي تحقیقاتي اداره اېف بي ايي په دې لړ کې په یو شمېر معلوماتو کار کوي.

په منیاپلس کې د تشدد دغه پېښه په داسې حال کې شوي چې د می په ۲۵ نېټه د پوليس په ولکه د افریقايي امریکني تن جورج فلویډ د مرګ وروسته په منیاپلس، د امریکې په یو شمېر نورو ښارونو او د امریکې نه بهر مظاهرې شوي او د پولیس په نظام کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. ۴۶ فلویډ په داسې مهال مړ شو چې ګرفتارۍ په وخت یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه وېل چې ساه نشي اخیستلی. د هغه د مرګ په لړ کې درې پولیس افسران ګرفتار کړی شوي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ په پولیس کې اصلاحاتو دپاره یوه حکمنامه لاس لیک کړې ده او په کانکرس د قانون سازۍ خبرې هم دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG