لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازي افغان ښځو او سړو ته د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې


په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د دپاره ګڼ شمېر مظاهرې کړي دي
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د دپاره ګڼ شمېر مظاهرې کړي دي

په افغانستان کې د مېرمنو او د انساني حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري د طالبانو غندنه کړې چې د مبینه اخلاقي او جنسي جرمونو په تور یې ښځو او سړو ته په عام مېدان کې د درو سزاګان ورکړې دي.

رینا امیري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د طالبانو سزاګانې "بوږنونکي او خطرناکې" دي او دنیا ته څرګندوي چې طالبان د ماضي خپلې تګلارو ته غاړه ورکوي.

د رینا امیري د عکس العمل نه یوه ورځ مخکې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ټوېټر دلارې وویل چې د يو شمېر ولسواليو عدالتونو 14 تنو ته چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، د جنسي فعل او د نورو مبینه فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې سزاګانې ورکړي او په درو وهل شوي دي.

رینا امیري وویل د طالبانو سزاګانو ښې نتېجې نه دي لرلي او افغانستان به په "خطرناکه لار" روان کړي.

د طالبانو مشر هېب الله اخونزاده دا میاشت د طالبانو قاضیانو ته امر وکړو چې د شریعت سزاګانې عملي کړي.

ملا هېب الله اخوانزاده د امر نه وروسته په لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې د جنسي عمل، غلا، د شرابو په څښلو، بغاوت او مرتد کېدو په الزاماتو خلکو ته د درو سزاګانې ورکړي دي.

دوه هفتې مخکې د طالبانو سپریم کورټ وویل چې په تخار ولایت کې د نهو ښځو په شمول 19 کسان د جنسي فعل، غلا او کور نه د تښتېدو په الزام په درو وهل شوي دي. هر تن په درو 39 ځله وهل شوی و.

د انساني حقونو تنظیمونه وايی تېر کال افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته طالبانو په ښځو بندیزونه لګولي دي او د انساني حقونو خلاف ورزۍ کوي.

یو ملک هم طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي او نړیواله ټولنه وايي که طالبان غواړي چې ومنل شي نو په مېرمنو دې قدغنونه لرې کړي.

طالبان د خپلو اقداماتو دفاع کوي، وايي‌ دا اسلام او د افغانستان ثقافت سره سمون خوري.

امریکايي استازې رینا امیري تیرکال د افغانستان د بار کاونسل یا د وکیلانو تنظیم د تحلیل کېدو هم غندنه وکړه او ویې وېل ښځې د وکالت په برخه کې کار نه شي کولی او ډیرې ښځینه ججانې (قاضیانې) او وکیلانې مجبوره شوي چې د خپلو کورنیو د زرق دپاره په خیرات غوښتلو مجبوره شوي دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG