لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او سویلي کوریا د میزایل دفاعي نظام لګولو پسر کار کوي: امریکایي جنرال


اشفاق مومند

د امریکا د ګډو پوځونو مشر ويلي د امریکا او سویلي کوریا چارواکي د تهاډ په نامه د میزايل دفاعي نظام په سویلي کوریا کښې د پرځای کولو لپاره په تکنیکي مسلو خبرې اترې کوي.

د سویلي کوریا د سفر په وخت جنرال جو ډنفورټ خبریالانو ته ويلي د دغه هیواد د صدر موون جاې این سره يې د ګل په ورځ ناسته کښې د دفاعي نظام پرځای کولو لپاره د کومې نیټې ټا کلو پرسر خبرې نه دي شوي.

د امریکا او سویلي کوریا دغه خبرې په داسې وخت کیږي چې د شمالي کوریا لخوا د میزايلو د ازموینو لړۍ پیل شوې او د پوځ په حرکت کې هم ریات والی راغلی.

د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن او د دفاع وزیر جیم میتهس په وال سټریټ جنرل ورځپانړه کښې یو رپورټ خپور کړی چې وايي د سویلي کوریا د نوي حکومت د میزایل دفاعي نظام په لږولو د امریکا سره کار کول د ستاېنې وړخبره ده.

د تهاډ په نوم د میزايل دا دفاعي نظام د لنډې او منځنۍ فاصلې پورې میزايل ویشتی شي او د منځنۍ فاصلې پورې نهه ویشتونکی بیلسټک میزایل هم هدف کولی شي. دغلته په شپږو کښې دوه لانچرې دا مهال په مکمله توګه چمتو کړی شوي او د شمالي کوریا لخوا د جولايي په ۲۸ مه نیټه د میزایل د ازموینو ورستو پاتې څلور نورو لانچرو پرځايې کولو لپاره د سویلي کوریا صدر موون آمر جاري کړی دی.

په سویلي کوریا کښې د امریکا سترپوځي مشر جنرل وینسنټ بروکس ويلي د اخري دفاعي نظام پرځای کولو پورې کار سرته رسول به دومره وخت وا نه خلي. هغه ویلي مونږ د وړاندې نه دفاعي نظام پرځايې کړی او د دغې سره څلور نورې لانچرې به هم پرځایې کیږي.

امریکا دغه دفاعي نظام په سویلي کوریا کښې خپل ٢٨ زره امریکايي او د سویلي کوریا د ٦ لاکه ٦٠ زره عسکرو د حفاظت لپاره مهم ګنړي په چاچې څه وخت هم د شمالي کوریا له خوا د حملې ویره ده.

د امریکا نائب صدر ماېک پېنس ويلي د امریکا پخواني حکومتونو له خوا شمالي کوریا سره د جوهري وسلې په ختمون کوششونه بیخي ناکامه شوي دي. په کولمبیا کښې د خبریالانو سره نوموړي ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د کال په سر کښې په ښکاره ويلي د صبر او خبرو وخت اوس تیرشوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG