لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش د ملاتړ په الزام امریکې د ملیشیا، انډونیشیا او فلپیاین درې تنان ترهگر وټاکل


په واشنگټن کې د امریکې د خزانې وزارت
په واشنگټن کې د امریکې د خزانې وزارت

د داعش د ملاتړ په الزام امریکې د جنوب مشرقي ایشیا درې کسان د ترهگرو په فهرست کې شامل کړل. په دوي الزام دی چې داعش ته یې خلک جلب کول.

د جمعې په ورځ د امریکې د خزاني وزارت په یو بیان کې د دریو واړو کسانو نومونه شائع کړل چې پکې د ملیشیا محمد رفیع الدین، د انډونیشیا محمد کریم یوسف فیض او د فلپیینز رضا لحمان کریم شامل دي.

دغه کسان د کال ٢٠١٦ د داعش په یو وډیو کې هم ښکاره شوي دي چې د داعش په قېد کې د دریو کسانو سرونه غوڅوي.

د خزاني وزارت په بیان کې وویل شوې دي چې د دغه کسانو د داعش د پروپگېنډې د وډیو دلارې په جنوب مشرقي ایشیا کې داعش ته خلک جلب کول.

د خزانې وزارت د ترهگرۍ او د مالي چارو د استخباراتي معلوماتو څانگې مسولې سېگل مېنډیلکر وویل امریکا به د نورو نړيوالو همکارانو سره په شریکه د داعش د هغه وسلوالو مخه نیسي چې د دنیا په کچه د ترهگرۍ حملې کوي.

د امریکې د خزانې وزارت ترمخه، محمد رفیع الدین په کال ٢٠١۴ کې شام ته د تگ وړاندې د ټیکسي درائیور و او د کال ١٩٩٨ راهسې یې د تندورۍ لار خپله کړې وه. هغه په فلپیاین کې د جهادیانو د رایوځای کولو کوښښونه کول او په کال ٢٠١۴ کې یې د داعش مشر ابوبکرالبغدادي د حمایت بعیت کړی دی.

د انډونیشیا محمد کریم یوسف فیض په کال ٢٠١۴ کې په شام کې داعش کې شامل شو او په فلپیاین کې یې د ابوسفیاف ډلې په زریعه په جنوب مشرقي ایشیا کې خلک داعش ته جلب کول. د دې نه وړاندې په غیرقانوني توگه چاودیدونکې مواد د لرلو په سره هغه ته په فلپیاین کې د نهو کلونو قید سزا ورکړی شوي ده.

د امریکې د خزانې وزارت په تور فهرست کې شامل کړی شوی دریم تن د فلپیینز رضا لحمان کریم دی چې په کال ٢٠١٢ کې په فلپیاین کې په بس کې د بم چادونې ذمه وار گڼل کیږي. ویل کېږي چې په کال ٢٠١٥ کې د خپل مېرمن ترڅنگ شام ته د تللو وړاندې به یې د داعش د انصارالخلیفه څانگې وسله والو تربیه کول.

د ملگرو ملتونو امنیتي شورا هم د دریو واړو تنانو خلاف هم دغه رنگ اقدامات اعلان کړې دي، په دوی یې د سفر بندیزونه لگولې او اساسې یې ورته منجمد کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG