د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې ځانگړي استازي جېمز ډوبنز د گل په ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د خارجه چارو او قامي سلامتۍ مشير سرتاج عزيز ، د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي .
د امريکې ځانگړی استازی جېمز ډوبنز چې روانه مياشت کې خپله څوکۍ پرېږدي ، د پاکستان د رخصتي د دورې په مهال يې لوړ پوړو چارواکو سره افغانستان کې د انتخابونو وروستو ، او سيمه کې په روانو حالاتو او د امريکي او پاکستان ترمينځ په دوه اړخيزه اړيکو خبرې اترې کړي دي .
د جېمزډوبنز د تلو وروستو به د هغه مرستيال ډينئل فيلډمېن د ځانگړي استازي په توگه زمه وارۍ سمبالوي .
د پاکستان د دفتر خارجه د دفتر خارجه څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د سرتاج عزيز او جېمز ډوبنز ترمينځ ليدنه کې د اړوند خوښۍ د دوه اړخيزه چارو ترڅنگ په علاقائي حالاتو خبرې اترې شوي دي .
او سرتاج عزيز دپاکستان او امريکې په اړيکو کې د ښه والي او مضبوطيا په لړکې د جېمزډوبنز د کردار سائينه کړې ده .
د وزيراعظم مشير سرتاج عزيز او د امريکې استازي جېمزډوبنز په ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو ته د ودې د ورکولو او په خصوصي توگه د کال ۲۰۱۴م څخه وروستو دافغانستان په حالاتو او علاقائي امن دپاره د اسلام اباد او واشنگټن په مينځ کې د رابطو نورو زياتولو عزم بيا تازه کړی شوی دی .
ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمينځ د اوږدې مودې دپاره د اسټريټېجيکې مذاکراتو لاندې د تجارت ، معيشيت ، توانائۍ ، ترهگرۍ د مخ نيوي . تعليم او سائنس او ټيکنالوجۍ په شعبو کې د مرستو زياتولو په ارزښت هم خبرې شوي دي .
سرتاج عزيز ـ جېمزډوبنز سره د ترهگرۍ د مخې نيولو په لړ کې د پاکستان د کوششونو او په وروستو کې شمالي وزيرستان کې د پوځ اپرېشن په اړه هم غږېدلی ، او وئيلي يي دي چې حکومت د شرخوښو په ضد بغېر د څه تفريق نه په عملياتو کولو بوخت دی .
د وزيراعظم مشير په دغه مهال د افغانستان په حالاتو باندې خبرو کې د امريکې د خارجه وزير جان کيري ستائينه کړې ، چې افغانستان کې يې د انتخابونو وروستو د راپورته کېدونکې ستونځې په هواري کې کردار لوبولی دی .
په عېن حال کې چې د امريکې ځانگړي استازي جېمزډوبنز دپاکستان سفر کړی ، د وزيراعظم نوازشريف د خارجه امورو معاون خصوصي طارق فاطمي د جولائۍ د مياشتې د ۲۱م څخه د ۲۸م نېټې پورې د امريکې سرکاري دوره کوي .
د دفترخارجه د وياندې تسنيم اسلم ترمخه طارق فاطمي به خپله دوره کې د امريکې د خارجه وزارت ، د محکمه دفاع او سپينې ماڼۍ د لوړ پوړو چارواکو سره ويني .
د خارجه دفتر د وياندې ترمخه طارق فاطمي به د امريکې د سېنيټ او ايوان د خارجه امورو د کمېټو د غړو سره هم ليده کوي . او د جولائۍ په ۲۸م به د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې گډون کوي .