د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جنگېدو دعوه کونکي بلوڅ وسله واله ډله بلوچ لېبریشن ارمي امریکې ترهگرو تنظیم وبللو.
د امریکې خارجه وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ بي اېل ای د ترهگرو تنظیمونو په فهرست کې د شاملولو اعلان وکړو.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، بي اېل ای ترهگر ټاکل کېدو وروسته تنظیم سره مرسته به جرم وي او په امریکا کې د ډلې اثاثې به منجمد شي.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ وویل بي اېل ای مسلح ډله ده چې د پاکستان په بلوڅ سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په هدف کوي.
بي اېل ای د مۍ په میاشت کې د بلوچستان په گوادر ساحلي ښار کې په پرل کانټېننل هوټل د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې پنځه کسان وژل شوي او د پاکستان پوځ ویلي وو چې امنیتي ځواکونو درې حمله کونکي هم ووژل.
ای اېف پي خبري ادارې وویل بي اېل ای په پاکستان کې د گڼ شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې تېر کال په کراچۍ د چین په کونسلخانې حمله هم شامله ده. په حمله کې څلور کسان وژل شوې دي.