لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په ریاستي انتخاباتو کې د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ گتې ترلاسه کړې دي


د ورجينيا ګونر رالف نورتهم په ریاست کې د ډ ېموکرېټ ګوند د ګټې اعلان وکړو

د نومبر په پينځمه نېټه په امريکا کې په رياستي کچه شوي انتخاباتو کې د واک من ریپبلېکن پارټۍ مخالفه ډېموکرېټ ګوند ګټې ترلاسه کړي دي.

په ورجينيا رياست کې د کال 1993م نه وروسته ډيموکرېټ ګوند په لومړي ځل د رياست په سټېټ کانگرس یا ریاستي اسمبلۍ کې اکثریت ترلاسه کړو. د ورجينيا ګونر رالف نورتهم په ریاست کې د ډ ېموکرېټ ګوند د ګټې اعلان وکړو.

"زه د نومبرپه پينځمه نېټه شوي انتخاباتو د نتيجو رسمي اعلان کوم چې ورجينيا اوس يو اودي يا بلو رياست دی يعني ډيموکرېټانو ګټلی دی زه ورته مبارکي وايم"

په امريکا کې دوه لوي ګوندونه ريپبلېکن او ډېموکرېټس د ځآن لپاره خپل رنګونه او نخښې لري، د ريپبلېکن انتخابي رنګ سور، او نخښه هاتي دی او د ډېموکرېټ ګوند انتخابي رنګ اودي يآ بلو او نخښه یې خر دی.

د امريکا د ورجينا رياست په څېر په کنټکي رياست کې هم ډيموکرېټ ګوند ګټلې ده. په دغه رياست کې د ګورنرۍ په انتخابي مقابله کې ډېموکرېټ اېنډي بشیير د ريپبلېکن مېټ بېون ته د ماتې ورکولو دعوه کړې ده. اېنډي بشير وايي په اولسي ستونزو د پاملرنې په سر يې دغه انتخابات ګټلي دي.

د کنټکي ګورنر بېون چې په ټوله امريکا کې يو غېر مقبول ګورنر ګڼل کېږي، لا خپل ماتی نه دی تسلیم کړی. د هغه دا خيال و چې صدر ټرمپ به ورسره په اخيري وخت کې ملاتړ وکړي او بريالی به شي
د کنټکي ګورنر بېون چې په ټوله امريکا کې يو غېر مقبول ګورنر ګڼل کېږي، لا خپل ماتی نه دی تسلیم کړی. د هغه دا خيال و چې صدر ټرمپ به ورسره په اخيري وخت کې ملاتړ وکړي او بريالی به شي

" زما پېغام دا دی چې دا زغل د وهاېټ هاؤس د ګټلو لپاره نه دی دا د دې لپاره دی چې ستاسو پخپل کور کې څه روان دي"

د کنټکي ګورنر بېون چې په ټوله امريکا کې يو غېر مقبول ګورنر ګڼل کېږي، لا خپل ماتی نه دی تسلیم کړی. د هغه دا خيال و چې صدر ټرمپ به ورسره په اخيري وخت کې ملاتړ وکړي او بريالی به شي. "کنټکي تر ټولو وړاندې ده او مونږه د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ کلک ملاتړ کو،"

په دې انتخاباتو کې د ګټې ترلاسه کولو سره په امريکا کې ډېموکرېټان ډاډه شوي دي چې په راتلونکي کال کې به صدارتي انتخاباتو کې هم برياوې ترلاسه کړي.

هرڅه که دې انتخاباتو د صدر ټرمپ رېپبلېکن ګوند کمزوری کړی خو څيړونکي وايې د صدر ټرمپ حوصله اوچته ده او هغه خپلو سياسي مرکزونو ته پوره پاملرنه کوي. او نظر پوښتنې ښايي چې دې د خپلو سياسي مخاليفينو نه وروسته دی خو په ځينې رياستونو کې د صدر ټرمپ مقبوليت اوس هم ډېر ښه دی.

XS
SM
MD
LG