لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سپریم کورټ دریو مسلمانانو ته په اېف بي ايي د مقدمې اجازت ورکړو


په کال ۲۰۱۴ کې محمد تنویر، جمیل الجي بابا او نوید شنواري د حکومت يو شمېر لوړ رتبه چارواکو او د اېف بي ايي او د قامي امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي په ضد مقدمه شروع کړه
په کال ۲۰۱۴ کې محمد تنویر، جمیل الجي بابا او نوید شنواري د حکومت يو شمېر لوړ رتبه چارواکو او د اېف بي ايي او د قامي امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي په ضد مقدمه شروع کړه

د امریکې سپریم کورټ هغه دریو مسلمانانو ته د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي په ضد د مالي تاوان دپاره د مقدمې اجازت ورکړی دی چې اېف بي ايي دپاره د مخربانو په توګه د کار نه یې انکار کړی و او بیا پرې په مبینه توګه د هوايي سفر پابندي ولګول شوه.

د سپریم کورټ درې کسیزه ډلې دغه متفقه فېصله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

د ډلې مشرې جسټس کلېرنس تامس وویل درې واړه کسان د مذهبي ازادۍ په اړه د کال ۱۹۹۳ قانون دلاندې په شخصي توګه د اېف بي ايي اېجنټانو په ضد مقدمې شروع کولی شي.

جسټس کلېرنس د ۱۱ پاڼو په خپله فېصله کې وویل د ۱۹۹۳ قانون دلاندې چې رېلېجس فریډم رېسټورېشن اېکټ یادیږي عام خلک د مالي تاوان دباره د حکومتي مامورینو په ضد په شخصي حېثیت کې مقدمه کولی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د مسلمانانو د شهري حقونو تنظیمونو د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی وکړو.

کاونسل ان امرېکن اسلامک رېلېشنز نومې تنظیم د ټوېټر دلارې وویل چې د سپریم کورټ فېصله نه یوازې د مسلمانانو دپاره بلکې د هر مذهب د خلکو دپاره فتح ده. کیر وویل د هغه مامورینو خلاف احتساب پکار دی چې د مذهبي تعصب نه کار اخلي.

د وي او ای رپورټ وايي اېف بي ايي د سپریم کورټ د فېصلې په اړه په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.

په کال ۲۰۱۴ کې محمد تنویر، جمیل الجي بابا او نوید شنواري د حکومت يو شمېر لوړ رتبه چارواکو او د اېف بي ايي او د قامي امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي په ضد مقدمه شروع کړه. د دوی وېنا وه چې اېف بي ايی دپاره د مخبرانو په توګه د کار نه د انکار وروستو په دوی د هوايي سفر پابندۍ ولګول شوې. د دوی دریځ وو چې په خپله ټولنه د مخبر په توګه کار به د دوی د مذهبي عقېدې خلاف ورزي وه.

د امریکې د نوفلای لسټ یا د هغه کسانو فهرست چې د خطر په سبب پرې د هوايي سفر بندیز لګول شوی وي د کال ۲۰۰۱ د حملو نه پس تیار کړی شوی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د انساني حقونو تنظیمونو د نوی فلای لسټ خلاف اوازونه پورته کړي او وايي چې بې ګناه کسان هم پکې شامل کړی شوي دي.

دریو واړو کسانو عدالت ته خواست کړی و چې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي ته دې امر وکړي چې د نو فلای لېسټ نه دې ړ دوی نومونه لرې کړي او د دوی مالی نقصان دې پوره کړي. عدالت ته خپله مقدمه د وړلو وروسته ډي اېچ اېس د نو فلای لسټ نه د دوی نومونه لرې کړل. خو په کال ۲۰۱۶ کې یو وفاقي عدالت د مالي تاوان دپاره د خواست ګزارو دریځ رد کړو. عدالت په خپله فېصله کې وویل د اېف بي ايي په افسرانو په شخصي حېث کې مقدمه نشي کېدلی. خو د اپېلونو عدالت دغه فېصله رد کړه او سپریم کورټ د اپېلېټ کورټ فېصله پرځای وساتله.

په سپریم کورټ کې د دریو واړو کسانو نمایندګي سېنټر فار کانسټېټوشنل رایټس یا د ایني حقونو نومې تنظیم کوله. تنظیم یو بیان جاري کړو چې محمد تنویر پکې د سپریم کورټ په فېصله خوشي څرګنده کړه. هغه وویل اېف بي ايي چې د هغه سره څه وکړل نه غواړي چې د بل چا سره هم وشوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG