لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل د امریکې سپریم کورټ د وسلې ګرځولو په اړه د مقدمې اورونه کوي


د وي او ای رپورټ وايي په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکې تر ټولو لوی عدالت د ايين د دویم ترمیم یا د وسلې د ساتلو په اړه د مقدمې اورونه کوي
د وي او ای رپورټ وايي په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکې تر ټولو لوی عدالت د ايين د دویم ترمیم یا د وسلې د ساتلو په اړه د مقدمې اورونه کوي

د امریکې په سپریم کورټ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ اورونه کېږي چې په نتیجه کې یې د ټوپک په ګرځولو پابندۍ نرمېدلی شي.

د سماعت توجه به د کور نه بهر د ټوپک ګرځولو په اړه د نیویارک یو قانون په ضد چېلنج دی.

د وي او ای رپورټ وايي په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکې تر ټولو لوی عدالت د ايين د دویم ترمیم یا د وسلې د ساتلو په اړه د مقدمې اورونه کوي.

د سپریم کورټ په نهو ججانو کې شپږ زاړه پاله یا کنزروېټیوز او درې ازاد خیاله یا لېبرلز دي. درې کنزروېټیو ججان پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې ګمارل شوي وو.

د وي او ای رپورټ‌ وايي د دې نه مخکې سپریم کورټ د ايين د دویم ترمیم سره تړلې یو شمېر مقدمو د اورېدو نه ډډه کړې ده خو د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت نه وروسته د سپریم کورټ توله ښي لاس ته ګرځېدلې ده او د ټرمپ په صدارت کې چې کوم درې ججان ګمارل شوي وېل کیږي چې دوی د وسلې ساتوونکو دلیل سره زیاته همدردي لري.

د وي او ای رپورټ وايي د سپریم کورټ دې صورتحال په وسله د زیاتو قدغنونو پلویان د ویرې سره مخامخ کړي دي چې د نیویارک په شان په وسله د بندیز قوانین به د خطر سره مخامخ شي.

په 2008 کې سپریم کورت په خپله فېصله کې ویلي وو چې د ايين دویم ترمیم یا سېکېنډ امېنډمنټ د امریکې شهریانو ته د وسله ساتلو ضمانت ورکوي خو دا خبره یې ښارونو او ریاستونو ته پرېښوده چې د کور نه بهر د وسلې ګرځولو په اړه دې خپل خپل قوانین جوړ کړي.

د دې په نتیجه کې د ملک په بېلا بېلو برخو کې مختلف قوانین جوړ کړی شوي دي. په وسله د قدغنونو دپاره کارکوونکي تنظیم اېوري ټاون فور ګن سېفټي نومې تنظیم چارواکی اېرېک ترشوېل په سپریم کورټ‌ کې د مقدمې په اړه د تشویش څرګندونه کوي. هغه وویل د مقدمې بنیادي ټکی د سلو کلونو نه زیات زوړ هغه قانون دی چې بنیاد یې د پېړیو دا روایت دی چې خلک د ځان سره په عامو ځایونو کې ټوپک ګرځوي.

د سپریم کورټ په مقدمه کې به د سلو کلونو نه زوړ د نیویارک د هغه قانون په اړه سماعت کېږي چې هرڅوک چې د کور نه بهر د ټوپک ګرځولو دپاره د جازت نامې خواست کوي، هغه به مناسب جواز وړاندې کوي.

سپریم کورټ ته مقدمه دوو کسانو وړې دي چې د خپلې دفاع دپاره ورته د ټوپک ګرځولو اجازت نامه یا پرمټ نه و ورکړی شوی. زېلي عدالتونو د دوی اپیلونه رد کړي دي خو سپریم کورټ راضي شوی چې د دوی مقدمه واوري.

سپریم کورټ ویلي په مقدمه کې به لایل تر دې حد پورې محدود وي چې ایا د خپلې دفاع دپاره پټ ټوپک ګرځولو دپاره د دغه کسانو خواست په ردولو د نیویارک ریاست د ايين د دویم ترمیم خلاف ورزي کړې ده او که نا؟

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د سېکڼد امېنډمنټ بېلا بېل تشریحات کېږي. رپورټ وايي ترمیم کې وېل شوي چې یوه شه منظمه ملېشا د ازاد ریاست دپاره ضروري ده، د خلکو د وسلې لرلو او ساتلو په حق څوک نشي اثرانداز کېدلی.

رپورټ وایي نېشنل رایفل اېسوسي اېشن چې په وسله د قدغنونو مخالفت کوي وايي د ايين دویم ترمیم د امریکې شهریانو ته وسلې ګرځولو ضمانت ورکوي.

سپریم کورټ به د اینده کال د جون د میاشت پورې په دې مقدمه خپله فېصله ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG