لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې سپریم کورټ به د مایکرو سافټ او د حکومت مقدمه اوروي


مایکروسافټ

د امریکې سپریم کورټ د نهې په ورځ د قانون وزارت او د مائیکروسافټ کمپنۍ ترمنځ د هغه مقدمې اورونه پیل کوي چې آیا د صارفینو د تحفظ په اړه د ماېکرو سافټ دریځ په انټرنیټ د مجرمانو د تعقب د حکومت تگلارې سره په تکړ کې خو نه دی.

دا مقدمه چې "د امریکا بمقابله مایکروسافټ" په نوم مشهوره ده په اړه یې قانوني ماهرین او په انټرنیټ د خلکو د حقونو فعالین وايي فېصله بې په نړي واله کچه اغېز ولري.

که چرې دا مقدمه د امریکې حکومت وگټله نو بیا به د خارجي هیوادونو لپاره هم لاره خلاصه شي چې د امریکنیانو د انټرنیټ د استعمال په اړه معلوماتو ته رسايي ولري.

جین داسکل چې امیریکن یونیورسټۍ واشنگټن کښې د قانون پرفېسر دی وايي " دا مقدمه د صارفینو معلومات خفیه ساتلو، د امنیت او د انټرنیټ راتلونکي لپاره ډېر اهمیت لري".

دا وخت د بحث موضوع دا خبره ده چې ایا په امریکا کښې میشته اېمیل ورکونکې کمپني د کال ١٩٨٦ د مواصلاتو د قانون د لاندې په دې مجبوره کیدی شي چې د امریکې نه بهر ذخیره کړی شوي معلومات راڅرگند کړي.

سرکاري وکیلان وايي د قانون ترمخه د انټرنیټ کمپنیانې پابندې دي چې دا معلومات شریک کړي او دوی مثال د کال ٢٠١٣ ورکوي. دغه کال حکومت مائکروسافټ پسې یو وارنټ یوړو او غوښتل یې چې د مخدره موادو د قاچاق په سر یوه قضیه کښې د مجرم د اېم اېس اېن ایمیل اکاونټ معلومات ورته وسپارل شي. خو په دې کې یوه مسله وه. مسله دا وه چې د ایمیل درک په امریکا کې خو د ایمیل د متن معلومات په ائیرلینډ کې په ډیټا سېنټر کې پراته وو. مایکروسافټ په ۴٠ ؤ هېوادونو کښې تر ١٠٠ پورې داسې ډیټا مرکزونه لري.

په عام ډول د امریکا انټرنیټ ادارې حکومت سره پلټنو کښې کومک کوي خو په کال ١٩٩٣ کښې په مائکروسافټ او داسې نور ادارو باندې دې لړ کښې سختې نیوکې شورو شوې.

د امریکا استخباراتي ادارې اېن اېس ای لپاره کارکونکې اېډورډ سنوډن نړۍ د امریکايي حکومت لخواه د انټرنیټ د صارفینو پټې څارنې د کار نه خبرولو پس مائکروسافټ خپل چلن بدل کړو.

مائکروسافټ حکومت له جزوي معلومات ورکولو ته غاړه کیښوده خو د خپل صارفینو د ایمېل اصل معلومات شریکولو نه یې انکار وکړو. او دریځ یې دا و چې د حکومت دا قسمه خواست د امریکا نه بهر پرتو معلوماتو باندې نه عملي کیږي.

دې خبرې نه یو قانوني جنگ جوړ شو چې تیر کال دا مسئله د امریکا سپریم کورټ ته ورسیده.

په دې قضیه کښې اوس د گردې نړۍ دلچسپي ده، او د ایرلېنډ، برطانیه او یورپي کمیشن نه علاوه د ملگري ملتونو د شخصي معلومات پټ ساتلو لپاره خصوصي نمائنده هم په دې اړه بیانونه جاري کړي.

که سپریم کورټ د دې مقدمې هر څه فیصله وکړه خو که کانگرس د "کلاوډ ایکټ" په نوم قانون منظور کړو نو د بحث دپاره به بله مسله راجوړه شي. د دغه قانون دلاندې به که امریکايي کپمنۍ هرځای کې معلومات ذخیره یا ډیټا سېنټر لري نو حکومت به دغه معلومات د ورکولو پابنده شي خو که چې د ایمپل کپمني گڼي چې د امریکې د حکومت دغه خواست د کوربه هېواد یا مقامي حکومت د قانون سره په تضاد کې دی، نو د معلوماتو ورکونو نه انکار هم کولی شي.

XS
SM
MD
LG