لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت امریکې ته د کډوالو په راتگ د صدر ټرمپ ځینې بندیزونه پرځای وساتل


سږ کال د مارچ په میاشت کې صدر په یوه حکمنامه کې د شام، ایران، لیبیا، یمن، سوډان او صومالیه څخه د خلکو په رانگ د ٩٠ ورځو دپاره پابندي ولگوله. هم په دغه حکمنامه کې امریکې ته د کډوالو په راتگ د دریو میاشتو بندیزو لگول شو
سږ کال د مارچ په میاشت کې صدر په یوه حکمنامه کې د شام، ایران، لیبیا، یمن، سوډان او صومالیه څخه د خلکو په رانگ د ٩٠ ورځو دپاره پابندي ولگوله. هم په دغه حکمنامه کې امریکې ته د کډوالو په راتگ د دریو میاشتو بندیزو لگول شو

د امریکې سپریم کورټ، د هیواد تر ټولو لوې عدالت، امریکې ته د کډوالو په راتگ د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت ځني بندیزونه پرځای وساتل او د یو زیلي عدالت هغه فیصله یې وځنډوله چې ترمخه يې ځینې کډوالو امریکې ته د راتگ اجازت ترلاسه کولی شو.

د سپریم کورټ جج اینتني کینیډي د گل، دوشنبې، په ورځ خپله موقتي فیصله واوروله. هغه وویل د فیصلې سره د اختلاف لرونکي د نهې، سه شنبې، د ورځ پورې عدالت ته خپل جواب وړاندې کولی شي.

تیره هفته زیلي عدالت، ناینت سرکټ کورټ اف اپلیز، په خپله فیصله کې ویلي وو هغه کډوالو یا مهاجرو ته امریکې ته د داخلیدو اجازت ورکړی کیدی شي که چرې د هیواد دننه کومه اداره په امریکا کې ددوي د بیا ابادولو ذمه واري اخلي. ددې فیصلې اطلاق په ٢۴٠٠٠ کډوالو کیدلی شو.

خو د انصاف وزارت د ناینت سرکټ کورټ اف اپلیز د فیصلې خلاف سپریم کورټ ته مقدمه یوړله او وې ويل چې که چرې د زیلي عدالت فیصله نافذ کړی شي نو د کډوالو په اړه د حکومت په خپله تگ لاره عملداري به د انتشار ښکار شي.

مهاجرت او امریکې ته د خلکو د راتگ په اړه د صدر ټرمپ په اقداماتو کې د سپریم کورټ فیصله ورستی پیچ دی. سږ کال د مارچ په میاشت کې صدر په یوه حکمنامه کې د شام، ایران، لیبیا، یمن، سوډان او صومالیه څخه د خلکو په رانگ د ٩٠ ورځو دپاره پابندي ولگوله. هم په دغه حکمنامه کې امریکې ته د کډوالو په راتگ د دریو میاشتو بندیزو لگول شو.

زیلي عدالتونو په دواړو حکمنامو عملداري وځنډوله خو د جون په میاشت کې سپریم کورټ د حکمنامې ځینې مادې برقرار وساتلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG