لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ حکمنامه پرځای وساتله


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې سپریم کورټ د صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنامه پرځای وساتله چې پکې د مسلمانانو د اکثریت د پنځو هېوادونو څخه امریکې ته د خلکو په راتگ پابندي لگول شوي ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د عدالت د څلورو په مقابله کې پنځو ججانو د صدر ټرمپ د حکمنامې په حق کې فېصله وکړه چې صدر دا اختیار لري چې د قامي سلامتیه په خاطر د خارجي هېوادونو څخه د خلک په راتگ پابندي ولگوي.

صدر ټرمپ د عدالت د فېصلې هرکلی وکړو او په یو بیان کې وویل دا "لویه کامیابي" ده.

د سپریم کورټ مشر جج جسټس جان رابرټس وویل صدر ټرمپ د قانون سره سم خپل اختیارات استعمال کړې دي.

د عدالت څلورو ازاد خیاله ججانو د حکمنامې خلاف فېصله وکړه.

د هوايي ریاست سرکاري وکیل د سپریم کورټ مخې ته خبریالانو ته وینا کوي. وايي ریاست د صدر ټرمپ د حکمنامې خلاف سپریم کورټ ته مقدمه راوړې وه
د هوايي ریاست سرکاري وکیل د سپریم کورټ مخې ته خبریالانو ته وینا کوي. وايي ریاست د صدر ټرمپ د حکمنامې خلاف سپریم کورټ ته مقدمه راوړې وه

د دې نه وړاندې زیلي عدالتونو دوه ځله د صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه دغه حکمنامه ځنډولې وه.

د صدر ټرمپ د حکمنامې د لاندې چې د سپټمبر په میاشت کې یې جاري کړې وه د ایران، لیبیا، صومالیه، شام او د یمن ترڅنگ د شمالي کوریا، او د وینزویلا ځینې شهریان امریکې ته راتگ نشي کولی.

د سپریم کورټ د فېصلې په نتیجه کې به د تېرو ١٦ میاشتو هغه عدالتي جنگ سر ته ورسي چې د صدر ټرمپ د حکمنامې ورسته پیل شوی و او حکومت پکې د حکمنامې د نفاذ دپاره او مخالفینو یې د دې د لرې کولو دپاره کوښښونه کول. مخالفین وايي حکمنامه په نظریاتو اډاڼه ده او هدف یې امریکې ته د مسلمانانو په راتگ پابندي لگول دي.

صدر ټرمپ او د هغه پلویان دا خبره ردوي چې گنې دغه حکمنامه د مسلمانانو خلاف د تعصب په بنیاد جاري کړی شوې ده.

د سي این این ټیلې وژن ترمخه، د وایټ هاوس په یو بیان کې صدر ټرمپ د سپریم کورټ فېصله خپله گټه وبوله او وې ویل چې د امریکایانو د تحفظ دپاره به هر ممکن گام اخلي.

د صدر ټرمپ دا دریځ دی چې د کومو هېوادونو څخه د خلکو په راتگ پابندي لگول شوې ده هلته د داسې نظام نشته چې د خلکو چاڼ وکړي او دا معلومه کړي چې کوم مشکوک ترهگر خو امریکې ته سفر نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG